1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: که اړتيا وه په پاکستان کي بيا يو اړخيز عمليات کوؤ

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

د امریکی ولسمشر بارک د تیری یکشنبی په ورځ وویل چی که چیری د طالبانو او القاعدی مشران په پاکستان کی پیدا کړل سي، نو د اسامه بن لادن د وژل کیدو و عملياتو ورته يو اړخيزه عمليات بيا کولای شو.

https://p.dw.com/p/11LZu
باراک اوباما
باراک اوباماانځور: AP

اوباما دغه څرګندونی برتانیی ته د خپل سفر څخه یوه اونۍ وړاندی یوی برتانیوی رسنۍ (BBC) سره په یوی مرکه کی وکړی.

د اوباما څخه پوښتنه وشوه چی که چیری د القاعدی یو لوړپوړی چارواکۍ یا د طالبانو د ډلی مشر ملا محمد عمر په پاکستان او یا هم په کوم بل ځای کی وموندل شی امریکا به څه ډول غبرګون ښکاره کړی؟ هغه په ځواب کی وویل:

«امریکا به د ضرورت په صورت کی په یو جانبه عمل لاس پوری کړی. »

مخکی له دی چی د القاعدی مشر اسامه بن لادن په پاکستان په خاوره کی ووژل شی اکثره په دی باور ول چی هغه او د طالبانو نور مشران د پاکستان په شمال قباییلی سیمی کی ځای پرځای شوی دی. د بن لادن وژل کیدل دغه ادعا نوره هم پیاوړی کړه چی د طالبانو مشران په پاکستان کی پټ شوی دی. اوباما زیاته کړه:

« موږ د پاکستان د حاکمیت حق ته درناوی کوو، خو دا نه شو کولای چی هغه چا ته چی زمونږ او زمونږ د متحدینو د وژنی له پاره پلانونه جوړوی د فعالیت اجازه ورکړو. مونږ نه شو کولای چی پرته له دی چی په عمل لاس پوری کړو دغه ډول پلانونه پریږدو چی خپل هدف ته ورسیږی.»


اسامه بن لادن د اسلام آباد په شمال کي پروت ابټ آباد ښار کی ووژل شو. اوباما زیاته کړه:

« زمونږه دنده دا ده چی د امریکی د متحده ایالاتو امینیت تامین کړو.»

د اسامه وژل کیدل د پاکستان د پلازمینی تر څنګ د ډیرو پاکستانیانو د نیوکو سره مل وو ځکه چی د امریکی متحده ایالاتو دغه عملیات د پاکستان د حکومت د هماهنګی څخه پرته ترسره کړی ول.

بارک اوبا د خپلو خبرو په ترڅ کی زیاته کړه چی په افغانستان کی جګړه په پوځی طریقی سره پای ته نه رسیږی. نوموړی د شرایطو په پام کی نیولو سره د طالبانو سره د روغی جوړی څخه یادونه وکړه. هغه وویل چی پوځی کوښښونه د طالبانو د کمزوری کیدو سبب شو او د سیاسی حل له پاره یی لاره هواره کړه.


اوباما زیاته کړه چی هغه کار چی باید ترسره شی هغه دا چی د پوځی کوښښونو څخه په استفادی یو سیاسی موافقی ته رسیدل دي. هغه وویل :

« دا بالاخره د طالبانو سره د خبرو اترو په معنی ده.»

اوباما په خپلو دغو خبرو کی تینګار وکړ چی طالبان دی د القاعدی سره خپلۍ اړیکی وشکوی، د زورزیاتی څخه لاس واخلې، او د افغانستان اساسی قانون ته درناوی وکړی.


شمس الرحمن ناصر / آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی