1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په عراق کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو ستاینه وکړه

مسعود جهش (afp, apd, dpa, rtr)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

له نن څخه لس کاله مخکې امریکا پر عراق پوځي يرغل وکړ. د امریکا ولسمشر بارک اوباما، پر عراق باندې د برید د کلیزې پر مهال په دې هیواد کې د امریکايي سرتیرو د عملیاتو ستاینه وکړه خو پر ولسمشر جورج بوش یې کومه نیوکه و نه کړه.

https://p.dw.com/p/180cD
GettyImages 73617642 CAMP SHOUP, KUWAIT: TO GO WITH IRAQ-ANNIVERSARY PACKAGES (FILES) US Marines from the 2nd battalion/8 MAR, prepare themselves after receiving orders to cross the Iraqi border at Camp Shoup, northern Kuwait, 20 March 2003. Four years after a US-led invasion billed as a bid to disarm Iraq and create a democratic pro-Western enclave in the Middle East, commanders are in fact pouring 25,000 reinforcements into Baghdad to quell Sunni-Shiite fighting, the bloodiest element of the conflict and one which even the Pentagon admits now amounts to civil war. AFP PHOTO/Eric FEFERBERG (Photo credit should read ERIC FEFERBERG/AFP/Getty Images)
10 Jahre Irakkriegانځور: AFP/Getty Images

په دې ترڅ کې اوباما د هغو امریکايي سرتیرو ستاینه وکړه چې د عراق په جگړه کې ښکیل ول. اوباما د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې وویل: «موږ د ۱.۵ میلیونو ډیرو هغو ملکي او پوځي امریکايانو ستاینه کوو چې زموږ د پوځ یو تر ټولو لوی او فوق العاده فصل یې لیکلی دی.» ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې همداراز د هغو ۴۵۰۰ امريکايي سرتیرو یادونه هم وکړه چې د عراق په جگړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې د عراق د جگړې په پای کې ۱۰۰۰۰۰ ملکي وگړو هم خپل ژوند له لاسه وکړی وو، اوباما په خپلو خبرو کې د هغوی یادونه ونه کړه.

د ۲۰۰۳ کال د مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جورج بوش، پر عراق باندې پوځي برید پیل کړ. هغه وخت ملگرو ملتونو د امریکا د دغه برید ملاتړ نه وو کړی. پر عراق باندې تر برید څو اوونۍ وروسته د صدام حسین رژیم ړنگ شو او وروسته بیا هغه خپله هم ونیول شو.
 
پر عراق باندې د برید لاملونه

د بوش ادارې پر عراق باندې د يرغل کولو له پاره دوه لاملونه وړاندې کړي ول. لومړی دا چې هغوی د عراق پر رژیم باندي تور لگاوه چې د عام وژني داسې وسلې لري چې امریکا ته گواښ رامنځ ته کوي، او دوهم دا چې دغه رژیم د القاعدې په گډون له ترهگرو ډلو سره تړاو لري.

خو وروسته بیا دغه دواړي ادعاوي غلطې ثابتې شوې. خو عراق د امریکا تر پوځي برید وروسته له کورنۍ جگړې سره لاس او گریوان شو. امریکا په ۲۰۱۱ کال کې له عراق څخه خپل ټول سرتیري راوایستل او په دې هیواد کې یې خپل نظامي حضور پای ته ورساوه.

کله چې د عراق جگړه پیلیده نو بارک اوباما هغه وخت یو سناتور وو. هغه له لومړي سره د عراق د جگړې پر ضد وو او کله چې یې د ولسمشرۍ له پاره کمپاین کاوه نو له عراق څخه د امریکايي ځواکونو راایستل يې د اجندا په سر کې وه. خو اوس چې اوباما د امریکا ولسمشر دی، د عراق د جگړې د لسمي کلیزي په مناسبت په خپره شوې ویناپاڼه کې د هغه له خولې د جورج بوش د پالیسیو په اړه څه نه دي لیکل شوي.

خو اوباما په دې ویناپاڼه کې پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې امریکايي ځواکونو باید عراق په هسکه غاړه پریښی وای. هغه زیاته کړې ده چې د عراق په جگړه کې ټپي شویو ۳۰۰۰۰ سرتیرو ته به مناسبه مالي او روغتیايي مرستې ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر نیوکي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول، دا خبره منلې ده چې امریکا د عراق په جگړه کې تیروتنې کړي دي. هغه ویلي دي: «څوک باید یوه پوځي مداخله تر پایه پوري پلان کړي او ممکنه پایلې یې ټولې په نظر کې وساتي. دا هغه څي دي چې امریکا د عراق په جگړه کې ورته لږ پاملرنه کړې ده.»

پاول دغه خبري د «فرانکفورتر رونشاو» ورځپاڼي سره په خبرو کې کړي دي. د یادولو وړ ده چې همدې کولن پاول د ملگرو ملتو په شورا کې نړۍ د عراق جگړې ته وهڅوله. پاول دا خبره منلې ده چې «عراقانو له امریکا خڅه د وضعې د ښې کولو تمه لرله، خو امریکا په دې ډگر کې لږ لاسه ته راوړنه هم نه لرله.»

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاول
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاولانځور: Reuters
پر عراق باندې د امریکا د لومړنیو هوایي بریدونو انځور
پر عراق باندې د امریکا د لومړنیو هوایي بریدونو انځورانځور: AFP/Getty Images
د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج بوش د عراق پر ضد د برید امر ورکړ
د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج بوش د عراق پر ضد د برید امر ورکړانځور: AP
اوباما په لومړي سر کې د اعراق د جگړې پر خلاف وو
اوباما په لومړي سر کې د اعراق د جگړې پر خلاف ووانځور: Reuters