1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پر کرزي باندي د نيوکو پر ځای گډو اهدافو ته پام وکړئ

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

د واشنګټن پوست ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ کښلي، چي اوباما د خپلي بهرنۍ پاليسۍ سترو مشاورينو ته ويلي دي، چي په عامه تبصرو او يادونو کي د افغانستان دجمهور رئيس سره د درناويو وړ چلند وکړي...

https://p.dw.com/p/NKA4
اوباما کابل ته په خپل وروستي سفرکي د حامد کرزی سره د ليدني کتني پر مهال
اوباما کابل ته په خپل وروستي سفرکي د حامد کرزی سره د ليدني کتني پر مهالانځور: AP

د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزی نن د امريکا متحده ايالاتو ته رسيږي. جمهور رئيس اوباما د خپلي ادارې غړو ته ويلي دي، چي په عامه توګه د کرزي په نسبت د نيوکو پر ځای ګډو هدفونو ته ډير پام واړوي.

د متحده ايالاتو چارواکو د کرزي د سفر د پيل څخه د مخه وويل، چي امريکا غواړي، د هغه سره په خپلو اړيکو کي« لوړي او ژوري» هواري کړي او د طالبانو ضد جګړي ته ډير ځير سي.

د متحده ايالاتو او افغانستان د مشرانو تر منځ خبري اتري هغه يو چانس دي، چي کابل او واشنګټن په خپلو اړيکو کي هغه تاو تريخوالی د منځه يوسي، چي په تيرو مياشتو کي را پيدا سوی و.

خو بيا هم ويل کيږي، چي په شخصي ليدنه کتنه کي ښايي اوباما يو ځل بيا پر دې باندي ټينگار وکړي، چي کرزي بايد په خپله اداره کي د اختلاس او ادري فساد په له منځه وړولو کي ټينګ او عملي ګامونه واخلي.

له واشنګټن څخه د فرانس پرس خبري آژانس په يو رپوټ کي ليکي، چي د متحده ايالاتو جمهور رئيس به د افغانستان مشر ته په دې سفر کي ټول هغه رسمي تشريفات وړاندي کړي چي د يو دولتي مشر سره ښايي.

ددې سفر په جمله کي د سپيني ماڼۍ په بيضوي شکله خونه کي د دواړو هيوادونو د مشرانو او استازو سره مخامخ خبري اتري، کډ مطبوعاتي کنفرانس او د چهار شنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي د غرمې ميلمستيا شامل دي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ کښلي، چي اوباما د خپلي بهرنۍ پاليسۍ سترو مشاورينو ته ويلي دي، چي په عامه تبصرو او يادونو کي د افغانستان دجمهور رئيس سره د درناويو وړ چلند وکړي.

د اوباما دا غوښتنه وروسته له هغه عنوانيږي، چي د متحده ايالاتوځينو لوړ پوړو چارواکوپه مطبوعاتوکي سختي نيوکي وکړي او حتي څو واري يې ددې څخه ډه ډه وکړه، چي کرزی د واشنګټن د همکار يا ملګري په توګه ياد کړي.

وروسته تر هغه، چي کرزي تيره مياشت په بربنډه توگه د امريکا په شمول يو شمېر بهرني هيوادونه په افغانستان کي په وروستيو ټاکنو کي د درغليو تر شاه په لاس لرلو تورن کړه دا د ولسمشر کرزی او اوباما لومړۍ ليدنه کتنه ده.

ددغو تورنوڅخه لا دمخه د اوباما په اداره کي ځيني لوړ پوړي چارواکوي د کرزي په نسبت بې اعتماد سوي ول، او ويل به يې، چي گواکي هغه ددې توان نه لري چي يوه ښه حکومتي اداره جوړه او په افغانستان کي ثبات رامنځ ته کړي.

د واشنګټن پست ورځپاڼه ليکي:وروسته له هغه چي د اوباما د امنيتي مشارو ، جيمز جانز له خوا ځيني تبصرې د کرزي لاس ته ورغلې، هغه د سپکاوي احساس وکړی.

تر هغه وروسته کرزي په يوه امر يکايي ورځپاڼه کي ولوستل، چي نامعلومو امريکايي چارواکوګواښ کړی، چي د کرزي ميرېزی ورور، احمدولي کرزی يا بايد ونيول سي یا ووژل سي.

ورځپاڼه د متحده ايالاتو د نه نومول سوو چارواکوله خولې ليکي،چي د دواړو اړخونو ترمنځ ژور تاو تريخوالی موجود دی. دغه سفر یو موقع ده چي دواړه خواويي خپل ټول سوء تفاهمات سره حل کړي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل