1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له پوتین سره د سوريې پر اوربند خبري کړي

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د امريکا او روسيې جمهور رئيسانو په سوريه کي د اوربند په اړه تليفوني خبري کړي دي. د کرملين د معلوماتو له مخي پوتين او اوباما د سوريې په اړه خبرو پر دوام او دفاع وزارتونو ترمنځ نژدې اړيکو باندي سره سلا سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HvGW
obama präsident usa telefon
انځور: AP

د کرملين د معلوماتو له مخي د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين، د امریکا متحدو ايالاتو له جمهور رئيس بارک اوباما سره په سوريه کي د يوه اوربند پر سر خبرو پر دوام باندي سره سلا سوي دي.

ويل سوي دي چي پوتين بيا په سوريه کي د تروريزم پرضد ائتلاف باندي ټينگار وکړ او ويلي دي چي د روسيې او امریکا د دفاع وزارتونو ترمنځ نژدې اړيکي د بشري دوستانه مرستو د رسولو په برخه کي هم ډېري اړيني دي. روسيه د بشار اسد ځواکونو هوايي ملاتړ کوي او لوېديځ هيوادونه وايي چي په دغو هوايي بمباریو کي ملکيان وژل کيږي.

د جمعې په ورځ ماښام روسيه، امریکا، ايران، ترکيه او سعودي عربستان د جرمني په مونشن ښار کي پر دې باندي سره سلا سول چي په يوه اوونۍ کي بايد په سوريه کي اوربند اعلان سي. خو پر داعش، النصره بجهې او القاعدې شبکې به بريدونه دوام ومومي.

خو په مونشن کي د سوريې په اړه تر خبرو لږ وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د اوربند په اړه لږ اميدواري څرگنده کړه. کله چي له هغه څخه پوښتنه وسوه چي د اوربند کولو چانس په سلو کي څو سلنه ويني وويل چي ۴۹ سلنه. د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيړي بيا د مونشن غونډي له توافق ماتولو څخه خبرداری ورکړ.

کرملين ويلي دي چي د دواړو هيوادونو مشران په دغو تليفوني خبرو کي د اوکراين پر کړکېچ باندي هم سره ږغېدلي دي. د روسيې جمهور رئيس د کيف له کومته غوښتي دي چي د مينسک تړون عملي کړي.

د ۲۰۱۵م کال د فيبروري مياشتي پر ۱۲ نېټه د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د اوکراين ښکېل اړخونه د جرمني د صدراعظمي په منځگړيتوب د سولي پر يوه پلان باندي سره سلا سول. خو له دغه تړونه په وار وار سرغړونه سوې ده.