1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له پوتين سره ملاقات لغو کړل

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۷, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتن سره پلان سوې ليدنه کتنه ځکه لغو کړې ده چي روسيې ايدوارد سنودن ته سياسي پنا ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/19MRx
US President Barack Obama gestures during a press conference with South African President at the Union Building in Pretoria, South Africa, June 29, 2013. Obama decided today not to visit his political hero Nelson Mandela in hospital to preserve the 'peace and comfort' of the anti-apartheid legend, whose family he will meet to offer prayers instead. 'The President and First Lady will meet privately with members of the Mandela family to offer their thoughts and prayers at this difficult time,' a US official said, as Obama arrived in Pretoria for talks with South African President Jacob Zuma in the middle leg of a three-nation swing. AFP PHOTO/JIM WATSON (Photo credit should read JIM WATSON/AFP/Getty Images)
Barack Obama Mimik zerknirscht abwehrend ernstانځور: Jim Watson/AFP/Getty Images

د سپیني ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار مرستيال بن رودس د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۷) وويل چي ولسمشر پريکړه کړې ده چي د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خپله ليدنه کتنه لغوکړه. د دغي ليدني کتني د لغو کېدو علت د امريکا پخواني استخبارتي کارکوونکی ايدوادر سنودن ته د روسيې له خوا د سياسي پنا ورکول ښول سوی دی.

په پلان کي وه چي د امريکا جمهور رئيس به د روان کال د سپتمبر په مياشت کي د «جي ۲۰» غونډي ترمخه د روسيې له جمهور رئيس سره وويني. د اوباما ادارې ويلي دي چي تر دې پريکړي وروسته چي اوباما له پوتين سره نه گوري د غونډي ترمخه به د روسيې پر ځای په سويډن کي تم سي.

روسيې مايوسي څرگنده کړې ده

ايدوارد سنودن د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې د څارني پروگرام تر افشا کولو وروسته له هانکانگ څخه روسيې ته ولاړ او غوښتل ئې چي له هغه لاري يوه بل هيواد ته سفر وکړي خو د امريکا متحده ايالاتو د هغه پاسپورت بې اعتباره اعلان کړ او هغه د مسکو د شريميتوا هوايي ډگر په ترانزيت برخه کي پسې پاته سو.

امريکا متحده ايالاتو له روسيې څخه په وارو وار وغوښتل چي سنودن ور تسليم کړي خو روسيې دغه کار ونه کړ. د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين هغه مهال وويل چي له امریکا متحده ايالاتو سره د تلسم ورکولو یوه موافقتنامه نه لري. په نړيوالو چارو کي د پوتين ځانگړي سلاکار د چهارشنبې په ورځ وويل چي روسيه د اوباما د دې پريکړه له کبله چي له پوتين سر ئې ملاقات لغو کړه «مايوسه» ده.

يوري اوشاکوف خبريالاتو ته وويل: «دا څرگنده ده چي دغه تصميم د امریکا د استخباراتو د پخواني کار کوونکي سنودن د قضيې په خاطر نيول سوی دی، چي دغه قضيه زموږ له خوا نه ده رامنځ ته سوې.»

اوشاکوف زياته کړه: «موږ بيا هم تيار يو چي له امریکا متحده ايالاتونو سره پر ټولو مسايلو باندي خبري وکړو.»

له جنجاله ډک مناسبات

د روسيې او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ مناسبات په د سوريې په اړه هم خراب سوي دي. مسکو د بشرالاسد رژيم ملاتړ کوي او وسلې ورکوي، او امريکا متحده ايالات بيا د اسد رژيم د مخالفينو پلوي کوي.

امریکا دغه راز د کرملين د مخالفینو پر ټکولو باندي نيوکي کوي. مسکو تير کال داسي يو قانون تصويب کړ چي له مخي ئې هر هغه غير دولتي سازمان چي له دباندي څخه مرستي ترلاسه کوي او سیاسي فعاليت کوي د «بهرني جاسوس» په توگه پېژندل کيږي.

د بلگې په توگه د روسيې د حکومت مخالف وبلاگ ليکونکی الکسي نوالنی، څو اوونۍ دمخه محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړ. هغه اوس په ضمانت سره آزاد گرځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب