1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د طالبانو د مشر ملا منصور د مرگ خبر تايید کړ

آژانسونه/ م. ن۱۳۹۵ خرداد ۳, دوشنبه

بارک اوباما د طالبانو د مشر ملا منصور د مرگ خبر چي د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په برید کي وژل سوی، تائيد کړی دئ. اوس نو طالبان نور په پاکستان کي هم ځانونه ډاډمن نه سي احساسولای.

https://p.dw.com/p/1Isk2
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

اوباما د دوشنبې په ورځ په ويټنام کي د سفر پرمهال مهال وويل: «د منصور وژنه په افغانستان کي سولي ته د رسېدو له پاره يو مهم پيل دئ.»

د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د طالبانو پر نورو قوماندانانو ږغ کړی چي د افغانستان د سولي له پروسې سره يوځای سي. هغه ويلي دي چي دا به يوازنۍ لار وي چي اوسني کړکېچ ته د پای ټکی کښېښول سي.

د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه د يکشنبې په ورځ ځينو طالبانو او د افغانستان د استخباراتو ادارې تائيد کړه.

طالبانو ويلي دي چي د دغي ډلي مشران اوس په کويټه کي سره راټول سوي چي يو بل مشر وټاکي. د کارپوهانو په اند اوس کيدای سي چي د طالبانو په منځ کي د مشرتوب پر سر ناندرۍ پيل او دغه ډله سره دړي وړي سي.

د سوله والو طالبانو يوه استازي ويلي دي چي مشرتوب ته اوس ملا شاکر، ملا شيرين او د حقاني شبکې مشر سراج حقاني پياوړي کانديدان دي.

د طالبانو يوه بل استازي بيا ويلي دي چي پر حقاني سربيره ملا عبدالغني برادر هم کانديد دئ.

خو د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو پر موضوع د دویچه ویلي کارکوونکي «بویگه فریدریکا» په خپله تبصره کي لیکلي: که څه هم دا خبره تاسید سي چي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په بمباری کي وژل سوی دی، د سولي په پروسه کي د پرمختگ انتظار د مؤقت وخت له پاره نه کیږي. د هغه برعکس به د منصور د ځای ناستي پر سر د قدرت مبارزه په لمړي سر کي حتی زور هم واخلي.

خو سره له دې به د طالبانو هغه مشران چي د سولي د خبرو سره مخالفت کوي، په راتلونکي کي به نور هم ځانونه دومره ډاډمن احساس نه کړي، لکه تر اوسه پوري.

د پاکستان په ارضي تمامیت کي د بې پیلوټه الوتکي په بمباری سره امریکا متحدو ایالاتو دا واضح کړه چي نور د اسلام آباد ډبله ستراتیژي نه زغمي. پاکستان طالبانو ته د یوې آلې په سترگه گوري، څو پر افغانستان باندي خپل نفوذ ډاډمن او په کابل کي د هندوستان یوه دوست حکومت مخنیوی وکړي.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبه په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کي د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکي په برید کي وژل سوی دی. خو طالبانو په رسمي توگه تر اوسه پوري د هغه د مرگ خبر تائيد کړی نه دئ.