1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما، له پورو شینکو سره ولیدل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر ویلي دي چې غواړي له اوکراین سره د دیموکراسۍ او خپلواکې په مسیر او همداشان په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي. دغه څرگندونې هغه په پولنډ کې د لومړنیو آزادو ټاکنو د ۲۵ کلیزی د لمانځنې دغونډې په څنډه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CBxS
انځور: Reuters

د امریکا متحده ولسمشر بارک اوباما، په وارسا کې د اوکراین له نوی ټاکل شوي ولسمشر پیترو پوروشینکو سره لیدنه کتنه وکړه. د دغې لیدنې کتنې وروسته بارک اوباما، خبریالانو ته وویل چې په دغې لیدنې کتنی کې د پورو شینکو د هغو پلانونو په هکله خبرې اترې وشوې چې په اوکراین کې بیرته د سولې د اعادې، اقتصادې ودې او د روسیې گاز ته د تړاو د کچې د محدودولو پورې اړه درلوده.

د اوکراین له پاره پوځي مرستې

بارک اوباما په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د دغه هیواد د مشرې له پاره پورو شینکو یو «عاقلانه انتخاب» دی. اوباما زیاته کړې ده: «له هغه سره زما په ننۍ خبرو اترو کې دا خبره روښانه وه، چې دی د اوکراین د ولس هیلې درک کولای شي.» بارک اوباما د کیف له حکومت سره د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په میاشت کې بارک اوباما، له اوکراین سره په امنیتي برخه کې د ۲۳ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته تصویب کړې وه.

«د آزادی جشن»

پورو شینکو او اوباما، په وارسا کې د د پولند د ۱۹۸۹م کال د جون د میاشتې پر څلورمه نیټه د لومړنیو آزادو تر سره شوو ټاکنو د ۲۵ کلیزې د لمانځنې په غونډه کې گډون کوي. دغه ټاکنې د پولنډ د مدني ټولنی د غورځنگ او د کارگری اتحادیی «سالیدرانوش» یا پیوستون له پاره یوه لویه بریا وه. په پولنډ کې دغه ټاکنې په عین وخت کې په اروپا کې د برلین د دیوال تر نړیدو پورې د بدلون پیلامه وه. د یادون دغې غونډې ته د ۱۹ هیوادونو او حکومتونو مشران وربلل شوي دي.

یو آخیم گاوک د پولنډ د آزادۍ د غورځنگ ستاینه وکړه

د «آزداۍ جشن» ته په بلل شوو کسانو کې د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک هم شامل دی. گاوک، وارسا ته د خپل سفر په پيل کې په پخواني ختیځ آلمان کې د سوله ییز انقلاب د پیل له پاره د پولنډ د آزادي بخښونکي غورځنگ پر اهمیت باندې ټینگار وکړ.

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک
د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوکانځور: imago