1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوباما د افغانستان پر ستراتېژۍ باور نه لاره»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبه

د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرت ګېټس د اوباما د افغانستان پر سياست باندي سختي نيوکي کړي دي. ګېټس په خپل يوه نوي کتاب کي ليکلي دي چي اوباما په جنګ او د پوځونو په رهبرۍ کي «پر خپلي ستراتيژۍ» باندي اعتقاد نه درلود.

https://p.dw.com/p/1Amno
انځور: picture-alliance/dpa

امريکايي رسنيو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۷) خبر ورکړی دی چي اوباما افغانستان ته د ۳۰۰۰۰ اضافي عسکرو د لېږلو په برخه کي هم په شک کي وو.

د رابرت ګېټس دغه نوی کتاب چي «دنده: د جنګ د يوه وزير خاطرې» نوميږي، په پلان کي ده چي په راتلونکې اوونۍ کي به بازار ته راووځي.

د امريکايي رسنيو «نيويارک ټايمس» او «واشنګټن پوست» په حواله ګېټس ليکلي دي «کله چي زه په ۲۰۱۱ کال کي په سپينه ماڼۍ کي په یوه غونډه کي ناست ووم، ما فکر کاوه: جمهور رييس په خپلو قوماندانانو باندي باور نه لري، هغه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره جوړ نه دی، پر خپله جوړه کړې ستراتيژي باندي باور نه لري او دغه جنګ داسي نه ګڼي چي دا د ده دی.» ټول هغه څه چي اوباما حساب ورباندي کاوه هغه «له هغه ځايه راوتل ول».

ګېټس په خپل دغه کتاب کي د امريکا متحده ايالاتو پر مرستيال ولسمشر جوبايدن باندي هم سختي نيوکي کړي دي. هغه ليکلي دي چي په تيرو څلورو لسيزو کي د جوبايدن د بهرني سياست او ملي امنيت په باب پريکړو کي تيروتني کړي دي.

ګېټس دغه راز ليکلي دي چي د دفاع وزارت په چارو کي د سپيني ماڼۍ ملکي کارکوونکو لاسوهني کولي.

د ګېټس په خبره د اوباما ادارې د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسون د واکمنۍ په پرتله چي په۱۹۷۰ کي وه، د دفاع وزارت په چارو کي «نژدې کنترول او په عملياتي ساحو کي لاسوهنه» يوې نوي کچي ته رسېدلې ده.

خو سپيني ماڼۍ د رابرت ګېټس د خاطراتو د کتاب په غبرګون کي، د افغانستان د ستراتيژۍ او د جوبايدن د بهرني سياست د فعاليتنو دفاع کړې ده. د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت وياندي کايتلين هايدن، ويلي دي چي دا واضح ده چي اوباما د افغانستان ماموريت ته چي د القاعدې له منځه وړل دي ژمن دی.

هايدن زیاته کړه: «جمهور رييس د رابرت ګېټس له ارزوني سره مخالف دی... جوبايدن د خپل وخت يو مخکښ سياستوال وو او په نړيواله کچه يې د امريکا د رهبرۍ په پرمختګ کي مرسته کړې ده.»

رابرت ګېټس له ۲۰۰۶ مېلادي کل څخه تر ۲۰۱۱ پوري د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير وو. دغه غير ګوندي سياستوال نو ځکه هم د دواړو جورج ډبليو بوشانو چي د جمهوريت غوښتونکو د ګوند ول او هم د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال چي د ديموکراتانو د ګوند دی دنده تر سره کړې ده.

ګېټس خپله دنده لومړی وار د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو استخباراتو په اداره (CIA) کي پيل کړه. هغه په دغه اداره کي ۲۷ کاله د شپږو بېلابېلو جمهور رييسانو په دورو کي خدمت کړی دی.

ګېټس له ۱۹۹۱ کاله تر ۱۹۹۳ مېلادي کاله پوري د «CIA» رييس وو.