1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما ته ليک ـ «افغانستان کي امريکايي عسکر مه کموه»

آژانس / ش. ن.۱۳۹۵ خرداد ۱۵, شنبه

۱۳ تنه متقاعدو جنرالانو او لوړ پوړو امریکایې دیپلوماتانو له اوباما څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو شمیر دې نه کموي. ليکل سوي چي د ځواکونو کمیدل به د افغان سرتیرو روحیه کمزوره او د طالبانو روحښه تقويه کړي.

https://p.dw.com/p/1J0SZ
انځور: Reuters

دغو ۱۳ تنو چې په افغانستان کې د موجوده امریکایې سرتیرو شمیر په خپل حال پریښودو غوښتنه کړی، د بارک اوباما د جمهوري ریاست او تر هغه مخکې د جورج ډبلیو بوش په دورو کې یې په افغانستان کې د امریکا پوځي فعالیتونه او پالیسۍ څارلې دي.

په دغو کسانو کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي سازمان (CIA) پخوانې مشر متقاعد جنرال دیوید پتریوس، په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو څلور تنه پخواني قوماندانان، او په افغانستان کې د امریکا پنځه تنه پخواني سفیران شامل دي.

دغو کسانو په یو سرخلاصې لیک کې چې د نشنل انترست (The National Interest) په مجله کې خپور شوی دی ویلي دي چې په افغانستان کې د موجودو ۹۸۰۰ امریکایې سرتیرو پاتې کیدل، ممکن د افغانانو د مهاجرت پر بهیر گټورې اغیزې پریږدي او د طالبانو په خپل ځان اعتماد را کم کړي.

د سرتیرو د شمیر په هکله تصمیم

سربیره پر دې زیاته شوې ده چې د دغو ځواکونو پاتې کیدل به «د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او خلکو پر روحیه، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او احتمالاً په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله ترسره شوو برسیو» خپلې اغیزې ولري.

په دغه سرخلاصۍ لیک کې راغلي دي: «برعکس، مونږ تقاعد شوي یو، زموږ د پوځي او مالي ملاتړ کمیدل به په راتلونکو میاشتو کې پر ټولو یادو شوو موضوعاتو منفي اغیزې پریږدي.

دغه لیک څو ورځې مخکې تر هغې خپريږي چې تاکل شوی ده په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په افغانستان کې د خپلې نظامي ستراتیژۍ د ارزونې رپوټ ولسمشر بارک اوباما ته وړاندی کړي. ټاکل شوې ده چې اوباما به په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو له دغه قوماندان څخه د وړاندیز ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمیر په هکله تصمیم ونیسي.

د اوباما د پلان له مخکې، ټاکل شوې ده تر ۲۰۱۷ کاله پورې په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو شمیر ۵۵۰۰ تنو ته راټیټ شي. خو طالبانو په دې وروستیو کې پرمختگ کړې دی او له افغان حکومت سره یې د سولې خبرې اترې رد کړي دي. له بلې خوا په افغانستان کې د ملي یوالي حکومت د داخلي اختلافونو له امله کمزورې شوې دی.

امنیتي خلاء

امریکا د ۱۵ کلونو راهیسې د افغانستان په جکړه کې ښکیله ده. اوباما له دغې جگړې څخه د امریکا ایستل د خپل ولسمشرۍ دورې په کاري لومړيتونو کې حسابوي او د سولې خبرو اترو میز ته د طالبانو د کښینولو بې نتیجه کوښښونه یې کړي دي.

متقاعد جنرالانو او دیپلوماتانو په خپل دغه لیک کې لیکلي دي: «افغانستان هغه ځای دی چې په پیل کې القاعدې او متحدینو یې له هغه ځای څخه د یولسم د سپټمبر ۲۰۰۱ کال بریدونه طراحي کړل. هغه ځای دی چې اوس هم هغوې له دغه ځای څخه خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي. په همدې دلیل نن افغانستان په نړیواله کچه د افراطي غورځنگونو ته د ماتې ورکولو د کوښښونو په برخه کې مهم دی.»

په دغه سرخلاصې لیک کې راغلي دي: «دا (افغانستان) هغه ځای دی چې د القاعدې او «اسلامي دولت» پښه په کښې تر اوسه پورې نسبتاً محدوده ده. د یوه امنیتي خلاء د موجودیت په صورت کې کیدای شي دغه ډلې خپل فعالیتونه پراخه کړي. که چیرې افغانستان یو وار بیا د ۱۹۹۰ کال هرج و مرج ته ور ورگرځي، په میلیونو انسانان به گاونډیو او نورو بهرنیو هیوادونو ته مهاجر شي او هغه ننگونې چې اوس اروپا او نور هیوادونه ورسره لاس او گریوان دي په ډراماتیک ډول به شدت ومومي.»

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی جنرال چې د داعش پر وړاندی د مبارزې په برخه کې د امریکا تر رهبرۍ لاندی د اوباما ځانگړی استازې وو، همدارنگه رایان کراکر او زلمې خلیل زاد په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیران هم د دغه لیک له لاسلیک کونکو څخه دي.