1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا مېرکل: هغه څنګه ايسي او اصلاً څنګه ده

فولکر واګنر۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

انګلا مېرکل په لومړۍ کتنې سره ډېره عادي برېښي. هغه کله چوپتيا اختياروي او کله له اوږده ځنډ وروسته خپله پرېکړه کوي. خو د کړکېچ پر مهال هغه بيا له قاطعيت څخه هم کار اخلي.

https://p.dw.com/p/1HA3D
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

هغه کله خپل دوست او مخالف دواړه حيرانوي. د ۲۰۱۵ کال دوبی و، کله چې له نژدې ختيځ، افريقا او بالکان څخه په لکونو کډوال د آلمان په لور روان شول. په داسې حال کې چې ډېرو په دې باندې فکر کاوه چې سرحدات به کله تړل کيږي، انګلا مېرکل وويل: «د پناه حق کومه د ظرفيت پوله نه پېژني.» مېرکل چې تل له پاملرنې او احتياطه کار اخلي، اوس هلې ځلې پورته کړې.

دا کار ناببره وشو او د نظرونو خلاف يو قاطع عمل و. له هغه وخت راهيسې اصلي سوال دا دی چې: آيا دا خپله پوهيږي چې هغه څه کوي؟ سړی نه شي ويلی چې وختونه دې آرام وي. د کډوالو موضوع تر اوسه پورې هغې ته تر ټولو ستره ننګونه ده او اوس د ترهګرۍ ګواښ هم ور اضافه شوی دی. د پاريس له بريدونو وروسته هغه بيا قاطع خبره کوي او وايي: «موږ پوهيږو چې زموږ آزاد ژوند د هر نوع ترور څخه زيات ځواکمن دی. راځئ ترهګرو ته جواب له دې لارې ورکړو چې خپل ارزښتونه په جرئت سره په خپل ژوند کې څرګند کړو او دغه ارزښتونه په ټوله اروپا کې لا پياوړي کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هغې کاري دوره هيڅکله له ننګونه څخه خلاصه نه وه. په ۲۰۱۳ کال کې هغه کابو په سان پېترسبورګ کې په يوه سياسي لومه کښېوتلې وه. د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين د شوي توافق خلاف هڅه وکړه چې په دوهم نړيوال جنګ کې د په اصلاح «غنيمت شويو هنري اثارو» د نندارتون په پرانيستنه کې هغې ته د خبرو فرصت ورنه کړي. مېرکل د خبل سفر د لنډولو ګواښ وکړ او په دې توګه بريالۍ خيژي. په نورو کړکېچنو حالاتو کې هم هغه ډېر ځله بريا تر لاسه کوي.د برياليتوب راز: غلې پاته کېدل، هر څه کتل او په ځنډ سره عمل کول

د امريکا د څارنيزې ادارې ان اس ای د راولاړې شوې ستونزې په برخه کې هغه خپله وړتيا بيا ثابتوي. د آلمان تر ټولو نژدې ملګری، د امريکا متحده آيالات آلمان په ټولو امکاناتو سره څاري. مېرکل دغسې کړه وړه ردوي او وايي: «د ملګرو په منځ کې يو بل څارل سم کار نه دی. سوړ جنګ پای ته رسېدلی دی.»

په اول سر کې مېرکل خپله خاموشي اختياروي او بيا د خپل وياند په خوله تاسف څرګندوي. تاريخپوه، ادګار وولفروم وايي چې مېرکل کړکېچنو مسايلو ته هوا نه ورکوي او فضا په دې ډول آراموي. هغه ستونزې تر وروستۍ شېبې پورې ځنډوي او بيا د اکثريت رايه خپلوي. انتقاد کوونکو د هغې سياسي تګلارې ته د «مېرکلن» يا مېرکللو فعل هم را ايستلی دی.

د مېرکل تخصص: عددونه، ارقام او واقعيتونه

سړی بايد د مېرکل ريښې وپېژني څو پوه شي چې هغه څنګه داسې شوه لکه څنګه چې ده. د آلمان په تاريخ کې به له ۱۹۴۵ کال وروسته هيڅکله يوه سياستواله داسې عاجزه نه وي ګڼل شوې لکه مېرکل چې د آلمان د ختيځ له اطرافي سيمو څخه راځي او د يوه کشيش لور ده. خو هغه خپله مبلغه نه ده، بلکې عيني او ذهني واقعيتپالنې ته ترجيع ورکوي. هغه خپله پخوانو دريځونو ته تغيير هم ورکولای شي. د جاپان په فوکوشيما کې تر اټومي ناورين وروسته هغه د دغې ټکنالوژۍ له پلويتوب څخه لاس اخلي. دغه کار هغې ته زيان وانه ړاوه، بر عکس: د پخواني صدراعظم هېلموت کول، تر سيوري لاندې روزل شوې مېرکل چې پخوا «نجلۍ» بلل کېده، اوس خپله په اصطلاح «مور» ګرځېدلې ده. لنډه دا چې هغه د خپل ګوند او هم د حکومتي چارو واګي ټينګ په خپل لاس کې نيولي دي.

Angela Merkel in Berlin Besuch Flüchtlingsunterkunft Registrierungszentrum Selfie mit Flüchtlingen Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/Bernd von Jutrczenka