انځوريز البوم: افغانستان په ۲۰۱۵ کال کي
د کريکټ د افغان لوبډلې بريا
فبروري: د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو لوبو کی د لومړني بري په تر لاسه کولو کی د دغه سپورت د مینه والو په منځ د خوشحالۍ څپې رامنځته کړې. د افغانستان د کریکټ لوبغاړو چی مخکی یې دوې لوبې بایللې وې ، له سکاتلند څخه لوبه وگټله.
د فبرورۍ ۲۵ مه :په افغانستان کی وژونکې واوره ښوییدنه
د کابل په شمال ختیځ پنجشیر ولایت کی سختې واوری او ژمني توفانونه د واورې ښوییدنې سبب سول. ددغې واورې ښوییدنې په نتیجه کی د ۲۵۰ په شاوخواکی انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.د لارو د تړلو او امکاناتو او تجهیزاتو د کمبود له امله ژوغورنکي عملیات له ستونزو سره مخامخ سول.
د مارچ ۱۹مه: په عام محضر کی د یوې ځوانی ښځې وحشیانه وژل
په کابل کی د فرخُندې په نامه یوه ځوانه ښځه د قرانکریم د سوځولو په تور پرته له محکمې د څو تنو قهرجنو کسان له خوا په وحشیانه ډول ووژل سول.د هغې وژنې په افغانستان کی دننه او دباندی د خلکو غوصه راوپاروله او پراخ اعتراضونه پر لاره واچول سول.
د اپریل ۱۸مه: په افغانستان کی د داعش لومړنی برید
د افغانستان په ختیځ جلال آباد ښار کی د بانک د یوې ودانۍ مخی ته یوه ترهگر خپل بم ته چاودنه ورکړه چی په نتیجه کی څه د پاسه ۳۰ تنه ملکی کسان ووژل سول او لږترلږه ۱۰۵ تنه ټپیان سول. تر دغه برید څو شیبې وروسته د «اسلامی دولت » په نامه ترهگرې ډلې د هغه مسوولیت پر غاړه واخیست.
د جولای ۲۹مه: د طالبانو د مشر ملا عمر مړینه
د افغانستان دولت د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر خپور کړ. د افغانستان جمهوري ریاست په رسمي توگه داخبر تأیید کړ چی ملاعمر په پاکستان کی وفات سوی دی. ښایی هم ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کی د توبرکلوز د ناورغۍ له امله مړسوی وي. د جولای په میاشت کی د ملاعمر د مړینی د خبر سره سم د سولې پروسه هم په ټپه ودریده او په کابل او نورو ولایتونو کی خونړي بریدونه پیل سول.
اگست: په کابل کی خونړي بریدونه
په یوه ورځ کی کابل د درو بریدونو شاهد ؤ. په دغو بریدونو کی ۳۶ تنه ووژل او په سلهاوو نور زخمیان سول. په یوه پیښه کی ، د شاشهید په سیمه کی د چاودیدونکو توکو څخه ډک یوه موټر ته انفجار ورکړل سو. دغه چاودنه دومره سخته وه چی له امله یې شاوخوا کورونه، مارکیټونه او دوکانونه زیانمن سول. په دغه پیښه کی ۱۵ تنه ووژل او څه د پاسه دوه سوه تنه ټپیان سول.
د سپتمبر۲۸مه: پر کندز باندی د طالبانو برید
د طالبانو جنگیالیو د افغانستان په شمال کی د کندز ولایت ونیو ، په کوم ځای کی چی تر ۲۰۱۳ کاله پوری آلماني ځواکونه ځای پر ځای وه. طالبانو پوره درې ورځي د کندز ښار تر خپل کنترول لاندی درلود. وروسته افغان امنیتی ځواکونه د ناتو په مرسته پر دې وتوانیدل چی د ښار کنترول بیرته په خپل لاس کی واخلي.
د اکتوبر ۱۵مه: په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو د حضور تمدید
په افغانستان کی د طالبانو د حملو شدد ته په کتو سره ، بارک اوباما د امریکایی ځواکونو د وتلو زمانی جدول ته بدلون ورکړ. په دې ډول باید د ۲۰۱۶ کال ترپایه ۹۶۰۰ تنه امریکایی سرتیری په افغانستان کی پاته سي. د دسمبر د میاشتی په اوایلو کی ناټو پریکړه وکړه چی په راتلونکی کی به هم ۱۲۰۰ سرتیری د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. جرمنی هم د خپلو سرتیرو شمیر له ۸۵۰ څخه ۹۸۰ تنو ته لوړ کړ.
د نووامبر اومه: له اوو تنو مسافرو څخه د سرونو پریکیدل
ترهگرو ډلو په تیر ژمی کی په برمته نیونو لاس پوری کړ او ۳۱ تنه مسافر یې د زابل په ولایت کی وتښتول. له هغو څخه ۱۹ تنه یې تبادله سول ، خو له اوو تنو څخه د نووامبر په میاشت کی د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کی سرونه پرې کړل سول. په یوه لوی لاریون کی په لسهاوو زره کسان د ناامنیو ، برمته نیونو او ترهگرانو د فعالیتونو د ختمیدو غوښتونکي سول.
دسمبر: افغانستان د تجارت د نړیوال سازمان غړی سو
پس له کلونو انتظار وروسته ، افغانستان په بشپړه توگه د نړیوال تجارت دسازمان « ډبلیو تي او» غړی سو. نوموړي سازمان د افغانستان غړیتوب یو تاریخي گام وباله چی په دې ډول به په دغه جنگ ځپلی هیواد کی د سولې د راوستو او اقتصادی ثبات په برخه کی مرسته وکړي. په دغه سازمان کی د افغانستان غړیتوب ددې باعث کیږي چی د هیواد تولیدی او صادراتی کالي په لږمحصول او آسانۍ سره نړیوال آزاد بازار ته لار پیدا کړي.
دسمبر: د آلمان پارلمان د افغانستان ماموریت تمدید کړ
آلمانی سرتیری د ناتو د قاطع ماموریت په چوکاټ کی د افغانستان په ځینو سیمو کی ځای پر ځای دي. د پارلمان له ۶۰۲ غړو څخه ۴۸۰ غړو یې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوری په افغانستان کی د آلمانی سرتیرو د قاطع ملاتړ په نامه د ماموریت تمدید ته رایه ورکړه. هغوی همدارنگه په افغانستان کی د ۸۵۰ څخه ۹۸۰ تنو ته د آلمانی سرتیرو د شمیر زیاتیدل هم تأیید کړل.
دسمبر: په ترکمنستان کی د تاپی د پروژې د جوړولو د کار پیل
د ترکمنستان ، افغانستان، پاکستان او هند چارواکو په ترکمنستان کی په رسمي ډول د تاپی په نامه د گازو د پایپ لاین د انتقال د پروژې بڼسټ کښیښود. دغه پروژه په سیمه کی د طبیعی گازو د انتقال یوه لویه پروژه بلل کیږي. په پام کی ده چی دغه پایپ لاین به د هرات ، فراه او کندهار ولایتونو څخه تیر او روسته به هند ته ورسیږي.
د دسمبر ۲۵مه: د مودي په حضور کی د افغانستان د پارلمان د نوي ودانۍ پرانیستنه
د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ د جمهور رییس محمداشرف غنی او هند د صدراعظم نریندا مودي له خوا پرانیستل سوه. د افغانستان د پارلمان دغه نوې ودانۍ د کابل په لویدیځ کي پرته د دارلامان ماڼۍ ته نژدې جوړه سوې ده. نوموړې ودانۍ د اولسې جرگې او مشرانو جرگې د تالارونو په شمول پنځه تعمیرونه لري. د اولسي جرگې تالار د ۳۶۰ تنو وکیلانو او د مشرانو د جرگې تالار د ۱۲۰ سناتورانو گنجایش لري.