انځورونه: په کابل کي د حکومت او طالبانو پرضد مظاهره
په کابل کي په سونو خلکو د طالبانو له خوا د کندز نيولو او د حکومت د بې کفايتۍ پرضد مظاهره وکړ. دوی د هيواد امنيتي ځواک وستايه.
د کندز سقوط د افغانانو خښم راپارولی دئ.
مظاهره کوونکو ډېر ځوانان ول او د کندز په مسئله کي د حکومت له غبرگونه سخت نا راضه ول.
ځونانو له ځانو سره داسي شعارونه لېږدول چي طالبانو حتی په ارگ کي جمهوري رياست ته لار موندلې ده.
دغه مظاهره په سوله ايزه توگه وسوه، او کومه پېښه پکښې رامنځ ته نه سوه.
د مظاهره کوونکو تر څنگ د چټک غبرگون ځواکونه هم ايسته دوري کېدل.
ښځي هم مظاهرې ته راوتلي وې.
مظاهره کوونکو ويل چي کندز د لوی حکومتي چارواکو د بې کفايتۍ له کبله سقوط وکړ.
مظاهره کوونکو په کندز کي د طالبانو کړني وغندلې او له خلکو ئې وغوښتل چي د دغي ياغي ډلي پرضد سره يو سي.
دوی له دولته وغوښتل چي افغان امنيتي ځواک بايد وستايل سي او د هغوی ويني تويولو ته په بې تفاوتۍ سره ونه گوري.
دغه لاريون د صحت عامې له چوکه بيا تر وزير اکبر خانه پوري دوام وکړ.
انځورونه
1 | 10انځورونه