انځورونه: په بایرن ایالت کې د اورگاډو ټکر
د آلمان په بایرن ایالت کې د اورگاډو د ټکر په پایله کې نهه کسان وژل شوي او تر سلو ټپیان دي. د ژغورنې عملې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. د دغه پیښې ځیني انځورونه دلته لیدلای شئ.
د جرمني سره صلیب ټول موجود مامورین او هغه مامورین چې نیمه ورځ کار کوي راټول کړل، څو د اورگاډۍ پر پټلې ژر مرستي ورسوي. دې ډیر وخت ونیو چې ټول ژوندي پاته شوي مسافر له اورگاډو څخه راوایستل شي.
څو څرخي الوتکې د پیښې ځای ته واستول شوې، څو تر۹۰ زيات ټپیان شا او خوا پرتو روغتونونو ته انتقال کړل شي.
دا څرنگه کیدای شي چې دوه اورگاډي پر یوه پټلې باندي له یوه او بل سره مخامخ ټکر وکړي؟ د ټکر د لامل پوښتنه لا تر اوسه بې ځوابه پاته ده.
د دغه ټکر اندازه له څرخي الوتکې څخه په اخیستل شوي انځور کې واضح معلومیږي. دواړه اورگاډي یو بل ته مخامخ ورغلي او ټکر یې کړی دی.
دې کار ډیر وخت ونیو چې چارواکي او خبریالان د پیښې په ځای باد آیبلینگ کې د وضعیت جاج واخلي. د سیمي په وخت د سهار پر ۰۷:۲۶ د آلمان خبري آژانس په بایرن آیالت کې د اورگاډي د ټکر په پیښې کې د ډېرو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړ.
د باد آیبلنگ سیمه د بایرن آیالت د مرکز مونشن په سویل لویدیځ کې پرته ده.
دغه مهال زیاتره وخت په عامه ترانسپورت کې کار ته تلونکي کسان سفر کوي چې ډیرې یې مونشن ته سفر کوي. د پوليسو د وینا له مخې له نیکه مرغه د ټکر پر ورځ د ښوونځي شاگردان په اورگاډي کې نه ول. دا مهال په بایرن ایالت کې د ښوونځيو رخصتي ده.
ډیری ټپیان د ژوندي پاتېدو سره مبارزه کوي. له دې کبله داسې اندېښنه شته چې ښایي د قربانیانو شمیر لا پسې لوړ شي.