انځورونه: په ایران کې د افغان مهاجرو ښوونځی
په ایران کې د افغان ماشومانو د زده کړی داستان له لوړو او ژورو سره مل دی. تر اوسه په زرګونه افغان ماشومان په ایران کې له زده کړو محروم پاتې دي. د ایران په ری ښار کې د افغان مهاجرو لپاره جوړ شوي ښوونځي انځورونه دلته وګورئ:
د «مهر» خبري آژانس په حواله "سفیران مهر آسمان" په نوم بنسټ د ایران په ری ښار کې له افغان ماشومانو سره د مرستې په موخه یو ښوونځی جوړ کړی دی.
په ایران کې د افغان ماشومانو د زده کړی بهیر تر اوسه پورې ډیرې لوړې ژورې تجربه کړي دي.
د بیلګې په توګه د محمود احمدي نژاد د جمهوري ریاست په دوره کې نه یوازې افغان ماشومانو ته په رسمي ښوونځو کې د زده کړې اجازه نه ورکول کیده، بلکې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د شخصي او هغو ښوونځیو د بندیدو رپوټونه هم ورکول شوي دي چې په کورونه کې جوړ شوي ول.
په دې وروستیو کلونو کې د ایران روحاني مشر علي خامنه ای، په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان ټول ماشومان باید په ښوونځیو کې ثبت شي.» خو سره له دې هم په ایران کې ښوونځیو ته د تلو په اړه د افغان مهاجر ماشومانو ستونزې پر ځای پاتی دي.
د ری په ښار کې د افغان مهاجرو هغه ماشومان چې ښوونځي ته ورزي.
د ایران د عمومي اتباعو چارو او بهرنیو مهاجرو اړوند وزارت افغان مهاجرو ته ۵ ورځې مهلت ورکړی وو، تر څو خپلو ماشومانو ته (چې د ښوونځي اسناد نه لري) د ښوونځي پیژندپاڼې ترلاسه کړي، خو ډیر شمیر افغانان ونه توانیدل چې په دې لنډه موده کې د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو له ادارې څخه د خپلو ماشومانو له پاره د ښوونځي پيژندپاڼې ترلاسه کړي.
په ایران کې شاوخوا دری میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي چې لویه برخه یې د افغانستان مهاجر تشکیلوي.
ډیر شمیر افغان مهاجر د څو نسلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو سره له دې هم دوی ته د ایران تابعیت نه ورکول کیږي.
په ایران کې د سخت ګیرۍ له امله تر اوسه پورې په زرګونه افغان ماشومان له زده کړو څخه محروم پاتې شوی دي.
این مدرسه جزو معدود مدارسی است که کودکان افغان در ایران امکان تحصیل در آن را دارند. دا په ایران کې یو له هغو په ګوتو شمیر ښوونځیو څخه دی چې د افغان مهاجرو ماشومان په کښې د زده کړې امکانات لري.
د ری ښار په ښوونځي کې د افغان مهاجرو ماشومان