انځورونه: په ايران کې د غبرګولو جشن
د تهران په آزادۍ نومي لوبغالي کې د غبرګولو او ډېرګولو سيالي تر سره وشوه چې هدف يې د ګينس په کتاب کې د دغې پېښې ثبتېدل وو. د دغې سيالۍ انځورونه دلته ليدلی شئ.
د غبرګولو او ډېرګولو لوی جشن د تهران په لوبغالي کې اخيستل شوی وو چې د ۱۲ کسانو ظرفيت لري.
د احسان خاصه په وينا، چې د «غبرګولو او ډېرګولو د ټولنې» عامل مدير دی، دغه پروګرام د دې له پاره جوړ شو چې د ګينس د رکارډونو په کتاب کې ثبت شي.
د خاصه په وينا تر اوسه پورې د تايوان هېواد د غبرګولو او ډېرګولو د غونډې د راغوښتلو په برخه کې رکارډ لري.
په پروګرام د غبرګولو تر څنګ ډېرګولي هم حاضر ول. په انځور کې درې ګولي خويندې ليدل کيږي.
په ايران کې د «غبرګولو او ډېرګلو ټولنې» هڅه کړې ده د دغې غونډې د لارې د تايوان رکارډ مات کړي.
څه نا څه ۸۰۰۰ غبرګولي او ډېرګولي د ايران د «غبرګولو او ډېرګولو د ټولنې» غړيتوب لري.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې به د دغې غونډې ټول سندونه د ګينس دفتر ته وسپارل شي. بيا به د رکارډ قايمولو يا رد پايله په رسمي توګه اعلان شي.
په ايران کې د غبرګولو او ډېرګولو لوی جشن په انځورونو کې
ويل کيږي چې په ايران کې د غبرګولو او ډېرګولو زېږېدنه د ټول ټال زېږېدنو درې نيم سلنه تشکيلوي.
داسې هم وايي چې په پلازمېنه تهران کې دغه سلنه د نور هېواد په پرتله لوړه ده.
د ايران د غبرګولو او ډېرګولو په لوی جشن کې په بېلابېلو برخو کې سيالۍ هم وشوې. لکه د ساري په توګه تر ټولو ورته او تر ټولو متفاوتې د غبرګولو جوړې وټاکل شوې.
په ايران کې د غبرګولو او ډېرګولو لوی جشن په انځورونو کې
غبرګولي په «ورته» او «نه ورته» ډلو باندې ووېشل شول.
هغو غبرګولو ته «ورته غبرګولي» ويل کيږي چې د يوې واحدې هګۍ د القاح به پايله کې دنيا ته راغلي وي.
هغه غبرګولي چې له دوو هګيو څخه دنيا ته راغلې وي، د «نه ورته غبرګولو» په ډله کې شمېرل کيږي.
په ايران کې د غبرګولو او ډېرګولو لوی جشن په انځورونو کې