انځورونه: په افغانستان کې د بادي بریښنا د تولید لومړي پروژه پرانیستل شوه
د افغانستان د انرژي او اوبو وزیر انجینر علي احمد عثماني، په هرات ولایت کې د افغانستان د بادي او لمریزې بریښنا د تولید لومړي پروژه پرانیسته.
دغه پروژه د درې میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د انرژي او اوبو وزارت له بودجي او د جاپان په ملاتړ په هرات کې جوړه شوې.
د افغانستان د انرژي او اوبو وزیر علي احمد عثماني د پروژې د پرانیستې پر مهال.
عثماني وایي چې له دې پروژې څخه به دوه میګاواټه بریښنا د باد او لمر په مرسته ترلاسه شي.
۵۰۰۰ سولري صفحي ۱۷۰۰ کیلوواټه بریښنا تولیدوي.
۳۰۰ کیلوواټه نوره بریښنا بیا د درو بادي تاورونو له خوا تولیدیږي.
د انرژي او اوبو وزیر وایي چې د دې پروژې بریښنا به د هرات ولایت د بریښنا له شبکې سره وصل شي.
تر دې وروسته به دغه بریښنا خلکو ته ورسیږي.
د افغانستان د انرژي او اوبو وزیر وایي چې دا د افغانستان د پر خپلو پښو باندې دریدو په لور یو ګام دی.
په پلان کې ده چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې به هم د لمریزې بریښنا د تولید پروژې چارې پیل شي.
اوس مهال هرات ته له ایران او ترکمنستان هیوادونو څخه ۱۲۵ میګاواټه وارداتي بریښنا رسیږي.
په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند ۴۲ میګاواټه بریښنا هم په دې ولایت کې مصرفیږي.
د هرات د بریښنا ادارې چارواکي وايي چې دغه ولایت ۳۰۰ میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري.