انځورونه: په اتن کې د افغان مهاجرو سړې شپې
د یونان د پلازمېني اتن په ویکتوریا پارک کې ډېر افغان مهاجر سختي شپې او ورځي تيروي. هغوی دې ته په تمه دي چې د مقدونيا سرحد ورته پرانیستل شي، څو وکولای شي خپل هدف ته ځان ورسوي.
ډېر هغه افغان مهاجر چې اروپا ته د یونان له لاري رسېدلي دي، د اتن ښار له ویکتوریا پارک سره اشنایي لري. په دې پارک کې د مهاجرو له پاره د شپې تیرول یوه بد خوب ته ورته دی.
په وروستیو ورځو کې چې مقدونيا خپله پوله د افغان مهاجرو پر مخ تړلې ده، ویکتوریا پارک یووار بیا له افغان مهاجرو ډک دی.
ځینې کډوال بیا د هوا د سړښت او شرایطو د خرابوالي له کبله د شپې هیځ نه ویده کیږي.
ډېر هغه ماشوم مهاجر چې له خپلو کورنیو سره په دې پارک کې وخت تیروي، ناروغه دي. که سړي د شپې دې پارک ته ولاړ شي نو په هره برخه کې به د ماشومانو ټوخی اوریدل کیږي.
کله نا کله بیا دې سیمې ته د مهاجرو ضد ډلي هم راځي او د مهاجرو د زورولو لامل کیږي.
ښخې په ځانګړې توګه د شپې له خوا له ډیرو ګواښونو سره مخامخ وي. د هغوی ډېری له ويري نه ویديږي.
په دې سیمه کې ډېر پولیس حضور لري چې ښيي د اتن چارواکي د ویکتوریا پارک د امنیت په اړه اندېښنه لري.