انځورونه: پرکابل الوتني، د افغان ځوانانو د تفریح یوه برخه
پر کابل ښار زیاتره وخت مسافر وړونکي او پوځي څرخي الوتکي الوتني کوي. خو ورځ تر بلې له پاراگلایدر او پراشوټ سره لیوال ځوانان هم له لوړي پر کابل الوتنې کوي. د ځینو انځورونه دلته ننداره کولای شئ.
ورځ تر بلې له پاراگلایدر او پراشوټ سره د افغان ځوانانو لیوالتیا ډیریږي او د کابل په اسمان کې د خپلې ونډي غوښتونکي دي.
پر کابل د ۲۱ کلنې افغان میرمني زکیه محمدي، د الوتني د پیل مهال.
له پاراگلایدر سره لیوال کسان د کابل څنډو ته ځي او د روزونکي په مشورې سره الوتني کوي.
دغه ورزش په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ډیر لگښت د ورزشونو له جملې څخه شمیرل کیږي.
د دغه ورزش خوښوونکي د غره لوړې ته خیژي، څو د الوتني د پیل له پاره یو مناسب ځای ومومي.
د دغو الوتنو لیدو له پاره هم ډیر خلک دغه سیمي ته ورځي.
پر کابل د پاراگلایدر په واسطه الوتنه کوم آسانه کار نه دی او هغه هم د یوي ښځې له پاره.
د الوتني له پاره، مخ پر ځوړه حرکت. دا چې پاراگلایدر الوتنه وکړي، دغه مرحله مهمه گڼل کیږي.
د کابل د پاسه د پاراگلایدر په واسطه الوتني د ډیر خلکو له پاره د حیرانۍ وړ وې.
په افغانستان کې د پاراگلایدر په واسطه الوتنه له خطره خالي هم نه ده. د دغه کار د تر سره کولو له پاره باید ورزش کوونکي د چارواکو توافق او د امنیتي ځواکونو همکاري تر لاسه کړي.