انځورونه: هیر شوي کډوال
شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې یو پر دریمه برخه د اوسیدو قانوني اسناد لري. هغوي له کلونو راهیسې په ایران کې اوسیږي خو اوس هم اروپا ته د رسیدو خوبونه ویني.
په ایران کې افغانانو ته تابیعت نه ورکول کیږي
ډیری افغانان له څو نسلونو راهیسې په ایران کې اوسیږي، خو بیا هم هغوی ته تابعیت نه ورکول کیږي.
د کرمان ترانزیتي مسیر
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله ټول هغه افغانان چې له افغانستان څخه ایران ته تښتي، نو په کرمان کې پروت د کډوالو په دې کمپ کې نه پاتیږي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته رسیدلي ۷۰ سلنه افغان کډوال له همدې کمپه تیر شوي دي.
نامعلومه راتلونکې
دغه ماشوم په ایران کې د نورو افغان ماشومانو په څیر ښه نسپي امکانات لري، خو د هغوی والدین وایي چې افغان ماشومان په اروپا کې ښه راتلونکې لري. د ملګرو ملتونو په حواله تیر کال اروپا ته د رسیدو افغانانو له ډلې څخه ۱۵ سلنه یې له ایران څخه اروپايي هیوادونو ته تللي وو.
له اروپا څخه مرستې
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کمیسیار کریستوس ستایلیانیدس، په کرمان کې له یوې افغانې مهاجرې کورنۍ لیدنه کوي. اروپايي ټولنه هڅه کوي چې کډوال د امکان تر حده پورې په خپلو نزدې هیوادونو کې پاتې شي.
درې نسله په یوه کمپ کې
مدینه غلامی یوه کنډه ده. هغه لس کلنه وه چې له مزار شریف څخه ایران ته راغله. د هغې لور د بردسی چمران په کمپ کې واده وکړ. د هغې لمسی هم همدلته نړی ته راغی.
د ټیټ معاش په بدل کې کار
په ایران کې ډیری میشت افغان کډوال د کمو پیسو په بدل کې په ساختماني کارونو بوخت دي. د هغوی له ډلې څخه ډیر کم یې په ایران کې د اوسیدو قانوني جواز لري.
ښوونځي ته تلل
له یوه کال راهیسې په ایران کې ټول میشت افغان کډوال ماشومان، که څه هم قبول شوي وي او یا هم نه، ښوونځي ته د تلو اجازه لري. د اروپايي ټولنې کمیسیار د دې کار ستاینه کوي.
د ټولو له پاره یونیفورم
په دې انځور کې لیدل کیږي چې افغان کډوال ماشومان له ایراني ماشومانو سره یو ځای پّ یوه ښوونځي کې زده کړې کوي.
د اروپايي ټولنې ملاتړ
په ایران کې د میشت افغان کډوالو ماشومانو له پاره ښوونځي ته د تلو تګ لګښت ډیر لوړ دی. د دغو دوو ماشومانو په څیر د ډیرو افغان کډوالو د ښوونځي لګښت د اروپايي ټولنې له خوا ورکول کیږي.
د لوبو په میدان کې
د اروپايي ټولنې کمیسار له افغان کډوالو سره والیبال وکړ. هغه په دې باور دی چې که کډوال خپل اصلي هیواد ته نزدې میشت وي، هغوی ته مرستې په ښه توګه رسیدای شي.
دیني ورونه
په ایران کې ډیری میشت افغان کډوال شیعه مسلمانان دي. که څه هم ډیری ایرانیان باید له هغوی سره مرستې وکړي، خو بیا هم ډیری افغان کډوال له خپلو ایراني کوربه ګانو خوښ نه دي.
د افغان کډوالو له پاره یو ادرس
په کرمان کې د بهرنیو اتباعو اداره، له کلونو راهیسې له افغان کډوالو سره کار کوي. ایرانیان هیله لري چې له دې ادارې سره به لا ډیرې مرستې وشي.
ایران له اروپا څخه د مرستې غوښته کوي
اوس د افغان کډوالو یوازې شپږ سلنه لګښت د بهرنیو مرستو له لارې تامینیږي. د ایران د کورنیو چازو وزیر وایي، که اروپايي ټولنه غواړي چې افغان کډوال له ایران څخه اروپا ته ولاړ نه شي، نو باید له دې هیواد سره مرسته وکړي.
اروپا ته د رسیدو خوبونه
هغه کسان چې په دې انځور کې لیدل کیږي، په اروپا کې کورنۍ لري. د تهران په دې دفتر کې افغان کډوال خپل د کورنۍ هغه غړي ثبتوي چې په یوه اروپايي هیواد کې منل شوي وي.