انځورونه: غني او مودي د سلما بند پرانستنه وکړه
حنيف اتمر په هوايي ډګر کي د مودي ښه راغلاست ته ورغلی ؤ
په هوايي ډګر کي د افغانستان د پوځ تشريفاتي عسکرو مودي ته سلامي ورکړه.
افغان ماشومانو په دوديزه جامو کي د مودي د ښه راغلاست په مراسمو کي ګډون کړی ؤ.
اشرف غني او نرندر مودي د سلمان د بند د پرانستنې په مراسمو کي زيات خوښ معلومېدل.
مودي او غني په ګډه د پرانستنې له پاره په نظر کي نيول سوی سويچ وواهه.
په هرات کي د مودي د راتګ او د دواړو هيوادونو د دوستۍ پر موضوع لوی لوحې هم لګول سوي وې.
د سلما د بند پرانستنه په ژوندۍ توګه د بند له ساحې څخه د مودي او غني غونډي ته په ويډيو کي خپرېدله.
د سلما بند پروژه د افغانستان له پاره زښته مهمه بلله کيږي.
مودي د وينا پر وخت وويل چي هند به د افغانانو د ارادې د پلې کېدو او پرمختګ له پاره هيڅ مرسته ونه سپموي.
انځورونه
1 | 9انځورونه