انځورونه: د کتالونيا د خپلواکۍ غورځنګ تاريخ
د کتالونيا د خپلواکۍ غورځنګ ژورې تاريخي رېښې لري. د خپل تاريخ په ترڅ کې دغې سيمې هسکې ژورې او ستونزې ګاللې دي. دلته يې انځورونه ووينئ.
د لرغونې دورې ميراث
کتالونيا تر ۵۰۷ م کاله پورې د روميانو د امپراتورۍ يوه برخه وه. په دغه کال کې لويديځ ګوت قوم دغه سيمه ونيوله. تر اوسه په دغه سيمه کې ډېر تاريخي ځايونه شتون لري.
خپلواکي او بلواکي
په ۷۱۱ م کال کتالونيا د عربو له خوا هم ونيول شوه. په ۷۳۲ کال کې کارل د هغوی د لا پرمختګ مخه ونيوله. په ۱۱۳۷ م کال د کتالونيا سيمې د اراګون له پاچاهۍ سره يو ځای شوې.
خپلواکي
په ۱۳ مه ميلادي پېړۍ کې د کتالونيا خپلواکې ادارې جوړې شوې. دغې سیمو خپله خپلواکي د هسپانيې د وارثانو تر منځ تر جګړو پورې وساتله چې دغه جګړه په ۱۷۱۴ م کال کې رامنځ ته شوه.
د يوې ماتې کال ورځ
د ۱۷۱۴ کال د سپتمبر په ۱۱مه د کتالونيا مرکزي ښار بارسلونا د بوربون د پاچا، پنځم فيليپ، له خوا نيول کيږي او د کتالونيا خپلواکې ادارې له منځه ځي. دغه ورځ تر اوسه لا د خپلواکۍ د له منځه تللو د ورځې په حيث لمانځل کيږي.
د هسپانيې په لومړي جمهوريت کې فدرالي افکار
په ۱۸۷۳ م کال کې د هسپانيې لومړنی جمهوريت اعلانيږي. ځينې د فدرالي نظام پلويتوب کوي، لکه فرانسيسکو پي اي ماراګال، چې د لومړي جمهوريت یو له پنځو ولسمشرانو څخه وو.
د کتالونيا جمهوري غوښتونکي
د ۱۹۲۳ او ۱۹۳۰ کلونو په ترڅ کې په هسپانيا کې ديکتاتوري حاکمه ده. سياستوال فرانسېس ماسيا د ديکتاتورۍ له پای ته رسېدلو وروسته د کتالونيا له پاره د خپلواکۍ ځينې حقونه په لاس وروړي.
د فرانکو بريا ټولې آزادۍ له منځه وړي
د هسپانيې په دوهم جمهوريت کې د کتالونيا استازي د نوريا د خپلواکۍ په نوم حق لاس ته وروړي چې د هسپانيې پارلمان يې هم په ۱۹۳۲ کال تائيدوي. خو د جنرال فرانکو بريا د هسپانيې د کورنۍ جګړې په وخت (۱۹۳۶ تر ۱۹۳۹) د هسپانيې د دوهم جمهوريت د پای په معنی ده.
د ټولو آزاديو له منځه تګ
د فرانکو رژيم له ۱۹۳۹ تر ۱۹۷۵ کاله پورې د کتالونيا ټولې دموکراتې آزادۍ له منځه وړي. سياسي ګوندونه تعقيبيږي، د خپلواکۍ حقوق له منځه ځي او د کتالونيا ژبه او کلتور تر پښو لاندې کیږي.
د نويو مقراراتو له مخې د خپلواکمنۍ بيا راتګ
د هسپانيې د ۱۹۷۸ کال د دموکرات اساسي قانون له مخې کتالونيا په ۱۹۷۹ کال کې د خپلواکمنۍ يوه نوې بڼه تر لاسه کوي.
د خپلواکۍ اصلي غوښتنه
په تېرو څو کلونو کې د کتالونيا د اوسېدونکو شعور بېرته پياوړی شوی دی. په ۲۰۰۶ کال کې کتالونيا زياته خپلواکمني تر لاسه کوي. خو دغه حالت د سترې محکمې له خوا بېرته اخيستل کیږي.
د رفرنډم لومړۍ هڅه
د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۹مه هم يو رفرنډم په نظر کې نيول شوی وو. خو د سترې محکمې له خوا د دغې ټولپوښتنې مخه ونيول شوه.
د سياستوالو تر منځ اختلافات
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ راهيسې کارلېس پويګدېمونت د کتالونيا صدراعظم دی. هغه بېلتون خوښونکی دی چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې ټولپوښتنه يې هم راغوښتې ده. خو د ټولې هسپانيې صدراعظم، ماريانو راخوي، دغه ټولپوښتنه له اساسي قانون سره په مخالفت کې بولي او ردوي يې.