انځورونه: د فرخندې د قتل د عاملینو د جزا راکمولو پر ضد لاریون
په پلازمینه کابل کې په سلونو کسانو لاریون وکړ او د فرخندې په حق کې یې د عدالت د تطبیقدو غوښتنه وکړه. په وروستیو کې د استیناف محکمې د فرخندې د قتل د څلورو عاملینو د اعدام سزا په شل کاله بند واړوله.
احتجاج کوونکي د شاه دوشمشیره زیارت مخې ته چیرې چې فرخنده وژل شوې وه راټول شوي وو او له هغه ځای څخه یې د ښار د مرکز د پل باغ عمومي پر لور لاریون وکړ.
لاریون کوونکي حکومت پر دې تورناوه چې د ښځو د حقوقو په برخه کې بې پروايي کوي او د فرخندې په دوسیه کې عدالت نه تطبیقوي.
په دغه لاریون کې گډون کوونکو ښځو او نجونو د استیناف پر محکمې نیوکه کوله چې د فرخندې د قتل د عاملینو د اعدام سزا یې لغوه کړې ده.
فرخنده د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې د شاه دوشمشیره زیارت مخې ته د قهریدلو خلکو د یوې ډلې له لوري د قرآن د سوځولو د بې اساسه تور له کبله ووژل شوه.
احتجاج کوونکو ویل چې د دغه قتل له اصلي عاملینو څخه یوه تن ته برائت ورکړل شوی او نور درې کسه چې د فرخندې په قتل کې یې لاس لاره، لا نه دي نیول شوي.
هغو ښځو او نجونو چې په دغه لاریون کې یې گډون کړی وو، پر دې ټینگار کاوه چې د خپلې راتلونکي په هکله اندیښمنې دي.
د ملي همبستگۍ گوند ویاندې سیلۍ غفار وویل: «د پغمان د قضیې او نورو لسگونو قضیو په څیر اصلي عاملین پریښول کیږي او د دوهمې او دریمې درجې څو تنه چې زور او واسطه نه لري، محاکمه کیږي. د فرخندې په قضیه کې همداسې شوي دي.»
د دغه لاریون په زیاترو تابلو گانو کې چې د ملي همبستگۍ د گوند له لوري ترتیب شوي ول، د فرخندې په قضیه کې پر حکومت باندې نیوکه تر سترگو کیده.
د ښځو او نجونو تر څنگ، یو شمیر سړیو هم په دغه لاریون کې گډون کړی وو.
د فرخندې قضیه د افغانستان د قضایي دستگاه له پاره په یوه ازمیښت اوشتې ده. ولسمشر ژمنه کړې ده چې عدالت به پلي کیږي او د محکمې کار نهایي شوی نه دی.