انځورونه: د ايرانۍ ښځو د سکي لوبي
نړيوالو خبري آژانسونو په ايران کي د ايرانۍ ښځو د سکي وهلو لوبو انځورونه خپاره کړي. د سکي وهلو په دغو تپو کي ايرانۍ ښځي د سکي وهلو په ځانگړو جامو کي گرځي. دوی کولای سي بې له بالاپوښه وگرځي. د تهران په شمال ديزين سيمه.
نړيوالو آژانسونو د تهران په ديزين سیمه کي د ايراني ښځو د سکي وهلو لوبو انځورونه خپاره کړي دي.
دغه انځورونه د جمعې په ورځ اخيستل سوي دي.
د ديزين سيمي په تپو کي ايراني ځوانان د سکي وهلو لوبو پرمهال.
په دغه تپو يا د سکي وهلو په ځای کي نجوني کولای سي بې له بالاپوښه په ځانگړو جامو کي سکي لوبي وکړي.
د تهران په شمال کي د سکي وهلو دغه ځای د سکي د نړيوال فدارسيون له خوا هم د رسمي لوبو کولو له پاره منل سوی دئ.
ايرانۍ نجوني د سکي وهلو په سميه کي.
ديزين د البرز غرونو په سيمه کي ده.
په ديزين کي د سکي لوبي.
په ديزين سيمه کي د سکي وهلو ځای د تهران په ۱۲۳ کيلومترۍ کي جوړ سوی دئ.
په ديزين کي د سکي وهلو له پاره څو تپې جوړي سوي دي.
په دغه سيمه کي ځوانان د سکي وهلو ډېر ښه وخت تيروي.
دغه سيمه د سکي وهلو له پاره ډېره مناسبه ده.
تر سکي وهلو وروسته يوه دمه.
په نورمال حالت کي ايراني نجوني په دغه شان جامو کي د گرځېدلو اجازه نه ورکول کیږي.
ايرانۍ نجوني د سکي لوبو پرمهال.
په ايران کي د نجونو د سکي وهلو لوبي.