انځورونه: د افغانستان په ښارونو کې انبارونه ورځ تر بلې زیاتیږي
په افغانستان کې هغه سیمې چې د ښارونو په اطرافو او آن په مرکزونو کې د خځلو په انبارونو اوښتي دي، ورځ تر بلې ډیریږي. د هوا په ګرمیدو سره دغه ځایونه د باکتریاوو د ودې او نورو ناروغیو په مرکزونو بدلیږي.
له دې سره سره چې د افغانستان د ښارونو په بیلا بیلو برخو کې ښاروالیو کثافت دانۍ ایښي دي او د تنظیف کارکوونکي هغه کله نا کله خالي کوي، خو بیا هم لیدل کیږي چې خلک کثافات د دغو کثافت دانیو تر څنګ او یا هم خپلو کورونو ته څیرمه د خځلو په انبار ځایونو کې غورځوي.
دا په کابل کې د شهدای صالحین، په سیمه کې د خځلو انبار ځای دی چې ورځ تر بلې پکښې کثافات ډيريږي.
دغه انبار د کابل سیند په څنډه کې پراته دي او د کابل د اوسیدونکو او په ځانګړې توګه د دغې سیمې اوسیدونکې له پاره د چاپیریال ساتنې خطرونه زیات کړي دي. یو له دغو خطرونو څخه د ماشو پیدا کیدل دي چې د ملاریا په څیر د خطرناکې ناروغۍ د لیږد سبب ګرځي.
له بده مرغه دغه کثافات د هستوګنې کورونو ته څیرمه غورځول کيږي او د سیمي اوسیدونکي د وژونکو ناروغیو له خطر سره مخامخوي. پر دې سربیره دغه انبار د سیمې د خلکو د تګ راتګ د لارې په اوږدو کې پراته دي.
د سیمي اوسیدونکي باید د ورځې څو واري د کثافاتو له دغه انباره تیر شي. د بد بوي او د دوبي په موسم کې د ناروغیو د انتقال پر خطر سربیره دغو کثافاتو ته ډیر زیات پلاستیکي شیان ورغورځیدلي دي چې چاپیریال ته سخت زیان اړوي.
په افغانستان ډیر ماشومان د بې وزلۍ له کبله په دغو کثافاتو کې د هغو موادو چې د بیا استفادې وړ وي په لټه کې دي. دغه کار په افغانستان کې د بې وزله ماشومانو له پاره په یوه شغل اوښتی دی، هغه شغل چې ډیر خطرناک او ضرر رسونکی دی.
دغه ماشومانو په کثافاتو کې هغه څه لټوي چې پیردونکي ولري. د بیلګې په توګه المونیمي قطۍ، مسي سیمونه، اوسپنیز شیان او همداشان پلاستیکي بوتلونه او قطۍ. ماشومان پلاستیکي کڅوړې هم راټولوي. پلاستیکي کثافات هغه څه دي چې په طبیعي ډول له منځه نه ځي او چاپیریال ته سخت زیان اړوي.
ښایي په سختۍ سره وویل چې دغه ماشومان د ځینو هغو شیانو په راټولو سره چې له منځه نه ځي، د خپل هیواد له چاپیریال سره مرسته کوي، خو د دې ویل هم ډیر مهم دي چې هغوی د بیلا بیلو ناروغیو له خطرونو سره مخامخ دي. هغوی د دغه کار د تر سره کولو له پاره هیڅ ډول احتیاطي تدابیر نه لري. آن دستکش او ماسک هم نه لري.
دغه ماشومانو چې کثافات یې راټول کړي وي، پر ځينو کوچنیو فابریکو باندي په لږو پیسو پلوري.
دغه شرکتونو په ډیرو ابتدایي وسایلو سره دغه کثافات کوچني او جلا کوي. تر هغې وروسته دغه کثافات چې بیا ترې استفاده کیدای شي د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو تر ډيره پر پاکستان پلورل کیږي. دغه هیوادونه له دغو کثافاتو څخه په بیا توليد کي کار اخلي.