د افغانستان پرونۍ او نننۍ څېره ډېره توپير لري
نژدې څلور لسيږي ترمخه افغانستان د مدرن کولو پر لور پياوړي پرمختگونه کول، خو د پخواني شوروي اتحاد په مداخلې، کورنيو جنگونو او طالبانو د دغه هیواد د مدرن کولو بهير په ټپه ودراوه. په دې انځوريز راپور کي د هغه وخت حال وگورئ.
د افغانستان د معاصر تاريخ يوه برخه جنگ او ناآرامي ده، خو ډېر لږ وخت دمخه دغه هیواد د مدرن کولو پر لور گړندی پرمختگ کاوه.
په ۱۹۶۲م کال کي د کابل راډيو ودانۍ مخي ته دوې ځواني ښځي.
په ۶۰ او ۷۰ مېلادي لسيزو په افغانستان کي د پرمختللو پوهنتونو جوړول، د نجونو زده کړي او اختياري حجاب د هغه وخت د پرمختگونو يوه بېلگه ده.
تر دې دمخه د آتلانتيک خبري آژانس خبريال «آلن تيلور» د امريکا گانگرس کتابتون د انځورونو په خپرولو سره د افغانستان د هغه وخت حالت انځور کړ.
په ۱۹۶۷م کال کي د کابل هوايي ډگر مخ ته ځواني افغاناني.
په ۷۰مه مېلادي لسيزه کي د آريانا افغان هوايي شرکت مېلمه پالي.
خو په افغانستان کي د شوروي اتحاد په مداخلې، کورنيو جنگونو او طالبانو په راتگ سره د دغه هيواد د مدرن کولو بهير په ټپه ودرېد.
په ۱۹۷۵م کال کي د کابل پليتخنيک زده کوونکي.
په ۱۹۸۰م کال کي د کابل ښار يو بازار.
په کابل کي د موټر جوړولو فابريکه. غالباً به دا جنگلک فابريکه وي.
د ښايسته افغانستان پرون دغه شان وو.
په ۱۹۸۰مه لسيزه کي افغاني زده کوونکي.
دا هم افغانستان دئ.
څو کاله دمخه افغانستان او افغانانو ډېر آزام ژوند لاره.