انساني قاچاقبرانو تېرکال ۵ ميليارده يورو عايد لاره
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهد دغو دواړو سازمانو په گډ راپور کې راغلي دي چې د انسانانو قاچاق نه یوازي جنایتکاره ډلو، بلکې ترهگرو شبکو ته هم په یوه ډیر گټمن تجارت د بدلیدو په حال کې دی. د غو دواړو سازمانونو دغه گډ راپور په جلا جلا ډول د سه شنبې په روځ وړاندی کړی دی.
په نوموړي راپور کې زیاته شوې ده: په دې توگه د مهاجرو قاچاق په اروپا کې د جنایتکاره سازمانو د عايد یوه ستره منبع گرځي. د پولیسو چارواکي وایې د دې ویره موجوده ده چې ترهگرۍ ډلي به د ډیرو پیسو ترلاسه کولو او یا اروپا ته د خپلو غړو د قاچاق له پاره دا ډول تجارت پيل کړي.
په راپور کې راغلي دي: «موږ له دې ویره لرو چې هغه بهرني جنگیالي چې غواړي اروپایې اتحادیې ته ننوزي او یا هغه تروریستي سازمانونه چې غواړي له انساني قاچاق څخه په استفادې خپل د فعالیتونو مصارف تمویل کړي، له غیر قانوني مهاجرت کولو شبکو څخه به کار واخلي.»
د دغو دوو سازمانونو د ارزونې له مخې نږدې۹۰سلنه هغه مهاجر چې اروپا ته راغلي دي، د انساني قاچاقبرانو د بانډونو له خدماتو څخه یې استفاده کړی ده. دوی د دې کار له پاره له هر یوه مهاجر څخه له درو څخه تر شپږو زرو يورو پوري اخیستې دي. په دې ترتیب په ۲۰۱۵م کال کې د هغو مهاجرو شمیر په پام کې نیولو سره چې اروپا ته داخل شوي دي، قاچاقبرانو په مجموع کې ۵ میلیارده يورو گټلي دي.
د پولیسو دواړه سازمانونه خبردارۍ ورکوي، سره له دې چې د مهاجرو شمیر کم شوی دی دا ډول تجارت اوس هم دوام لري. دوی حتی په دې تمه دي چې د کډوالو مخ پر ډیریدونکی شمیر کوښښ وکړي اروپایې اتحادیې ته ننوزي. په اوس وخت کې یوازې په لیبیا کې شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال اروپا ته د سفر چانس ترلاسه کولو په تمه دي.