1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انساني قاچاق وړونکي د افغانانو په ژوند لوبي کوي

۱۳۹۴ آبان ۱۴, پنجشنبه

هره ورځ په زرونو افغانان له خپل هيواده وځي او د انساني قاچاق وړونکو په ژمنو باور کوي. خو پسله زياتو مالي، جسماني او رواني ستړياؤ دې نتيجې ته رسيږي چي ورسره سوي ژمني دروغ وې.

https://p.dw.com/p/1H0f9
Menschenhandel in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa

د افغانستانه د وګړو تېښته د انساني قاچاق وړونکو له پاره په يو لوی او ګټور تجارت بدل سوی دی. دغه قاچاق وړونکي انسانانو ته داسي وعدې ورکوي چي ګواکي په ډېر لږ وخت کي به يې په آرامه توګه تر اروپايي هيوادونو ورسوي او هلته به هغوی ډېر آرام او آسوده ژوند ولري.

شپاړس کلن حسين هم يو له هغو افغانانو څخه دی چي د قاچاق وړونکو په دغه ډول ژمنو يې باور کړی او د ايران، ترکيې، يونان او بالکان هيوادونو له لاري تر څو مياشتو اوږد، خطرناکه او ستړي سفر وروسته آلمان ته رارسېدلی دی. نوموړي په افغانستان کي ښه اقتصادي ژوند لاره، خو بيا هم د پلار په پټه د اروپا پر لور راروان سو او و قاچاق وړونکو ته يې زياتي پيسې ورکړې.

«زه پښېمانه يم»

خو حسين په آلمان کي نه دی قبول سوی او د پناه غوښتونکو له پاره په ځانګړې سرپناه کي د څو نورو کسانو سره په يوه کوټه کي ژوند کوي. هغه وايي «زه په دې پښيمانه يم چي د قاچاق وړونکو په ژمنو مي باور وکړ.»

له کومي لاري چي حسين آلمان ته راغلی پر همدغه لاره ګڼ شمېر نور افغانان او نور پناه غوښتونکي و لوېديځ ته خطرناک سفرونه کوي. په دې ترڅ کي د کښتيو د ډوبېدو او يو شمېر نورو پيښو په ترڅ کي هر کال په زرونو انسانان وژل کيږي.

خو قاچاق وړونکي د حسين د پلار په وينا هغوی ته «پر ګوتو کشمير جوړوي.» په افغانستان کي حتی ځيني انسانان په دې باور دي چي د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ژمنه کړې ده چي آلمان به هر کال ۸۰۰ زره افغانان قبلوي او دا چي هغوی ته به د آلمان تابعيت او زياتي پيسې ورکوي.

خو دا ټوله د قاچاق وړونکو د هغو ناسمو او دروغو ژمنو يوه برخه ده، چي غواړي په دې توګه افغانان د خپلو سپمولو پيسو او يا هم د جايدادونو څخه خلاص کړي او په بدل کي يې پر داسو لارو روان کړي چي نه يوازي دا چي د مرګ ګواښ ورسره تړلی وي، بلکي که اروپا ته هم ورسيږي نو هلته د ژمنو برعکس د ځان له پاره د هيلو سره سم موقف او ځای نه سي پيدا کولای.

په آلمان فعاليتونه

اوس د آلمان حکومت له يوه اړخه په دغه هيواد کي د انساني قاچاق وړونکو پر ضد اقدامات پېل کړي دي، او له بل اړخه په کابل کي د آلمان د افغانانو د پوهاوي له پاره هم پروګرامونه جوړ کړي دي.

د دغه پروګرام مقصد و افغانانو ته د آلمان د پناه ورکوني د قوانينو په تړاو معلومات ورکول او هغوی په دې قانع کول دي، چي په آلمان کي د افغان پناه غوښتونکو له پاره د قبولۍ څومره لږ چانسونه سته.

په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کي د سياسي پناه ترلاسه کولو ځانګړي شرايط سته، چي پر اکثرو افغانانو نه تطبيقيږي. ځکه چي دا بايد ثابته وي چي پناه غوښتونکی داسي تکليف او د هجرت لامل نه لري چي د خپل ټول هيواد او يا سیمي له خلکو سره مشترک دی.

بلکي هغه بايد دا ثابته کړلای سي چي د خپل شخصي سياسي نظر يا مذهبي عقيدې له کبله يې ژوند په خپل ټول هيواد کي له ګواښ سره مخامخ دی. يعني تکليف يې بايد داسي نه وي چي صرف د خپل هيواد تر يوې سيمي پوري محدود وي او يوازي د يوې ډلي له خوا ورته خطر جوړ وي.

عموما يوازي هغه چا ته سياسي پناه ورکول کيږي چي د خپل حکومت تر تعقيب لاندي وي او نه د کومي وړې ډلي.

آلمان په پام کي لري چي په لا چټکۍ سره اکثره هغه پناه غوښتونکي چي د اقتصادي دلايلو پر اساس په دغه کي د پناه غوښتنه کوي، بېرته خپلو هیوادونو ته ولېږدوي.

په داسي حال کي چي آلمان په پام کي لري چي ډېر افغان پناه غوښتونکي هم بېرته خپل هيواد ته ولېږدوي، د افغانستان حکومت د دغو افغانانو د بېرته منلو خبره تائيد کړې ده.

خو په عيني حال کي قاچاق وړونکي، افغانان د زرونو ډالرو په بدل کي د اروپا پر لور د سفر له پاره هڅوي او په دې توګه د هغوی ژوند د خطرناکو او مرګونو لارو په سفر سره له گواښ سره مخامخ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب