1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجیلینا: د دروازې په تړلو سره سړی نه خوندي کیږي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

د هاليوډ نامتو څیرې انجیلینا جولي ویلي دي چې په نړۍ کي د مهاجرت کړکیچ په هکله د امریکا دریځ ډیره مایوسه کړې ده. هغې ويلي، که وضعه همداسي پاته شي، نو لا زیات خلک به بې کوره شي.

https://p.dw.com/p/1Iov5
Griechenland Angelina Jolie zu Besuch in Athen
انځور: Getty Images/M. Bicanski

د فرانسې خبري آژانس له بریتانيا څخه د رپوټونو په حواله ویلي دي چې انجیلینا جولي دغه څرگندونې په لندن کې د مهاجرت په هکله جوړې شوي غونډې پر مهال کړي دي. د هاليوډ دغه نامتو ستورۍ د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې ځانگړې استازې هم ده.

جولي اندېښنه څرگنده کړه چې د مهاجرت کړکیچ د حل په برخه کې د نړۍ هیوادونه د دې پر ځای چې گډي هڅې وکړي په انفرادي ډول پریکړي کوي او دغه دود کیدای شي لا زیات شي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې د ځانگړي استازې په اند په غیر منظم ډول د مهاجرت ویرې «د داسي منفي رقابت خطر پیدا کړی دی، چې هر هیواد پکښې کوښښ کوي چې د نورو هیوادونو په پرتله ډیره سختي وکړي.»

انجلینا جولي د مختلفو هیوادونو له خوا د خپلو سرحدي پولو د تړلو پر پریکړي هم نیوکه وکړه. نوموړي زیاته کړه: «که د گاونډي په کور کې اور ولگیږي، نو تاسي د خپل کور د دروازو په تړلو سره خوندي نه شی پاتېدای.»

انجلینا جولي په امریکا کې د ولسمشریزو تاکنو له پاره د جمهوریت غوښتونکي گوند نوماند دونالد ترامپ یادونه هم وکړه. ترامپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال دا وړاندیز هم کړی وو، چې په موقتي ډول به امریکا ته د مسلمانانو پر راتگ هم بندیز ولگول شي.

جولي زیاته کړه: «له ټولي نړۍ څخه د آزادۍ په موخه امریکا ته راتلونکي خلک د امریکا بنسټ جوړوي. د مسلمانانو پر داخلیدو د بندیز وړاندیز د یوه داسي شخص له خوا وړاندي کیږي، چې غواړي د دغه هیواد ولسمشر شي.»

د آسکار جایزې ترلاسه کوونکې دغې پخوانۍ فلمي ستورۍ د نړۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې په ټوله نړۍ کې د جگړو او غربت له امله د مهاجرت رامنځته شوي کړکیچ سره د مبارزې له پاره په گډه اقدام وکړي.

جولي له بې بې سي سره په یوه مرکه کې ویلي ول: «زما په اند دا یوه داسې ستونزه ده چې په یو نسل کې یوازي یو وار رامنځته کیږي. موږ چې د دې ستونزي د حلولو له پاره نن کوم عکس العمل ښکاره کوو، هغه به په راتلونکو لسیزو کې د نړۍ د ثبات په برخه کې ټاکونکی رول ولري.»

د مهاجرو په برخه کې د ملگرو ملتونو دغي ځانگړي استازې وویل: «که وضعیت همدا ډول جریان پیدا کړي، نو لا زیات خلک به بې کوره شي، او ډیر انسانان به اروپایې او نورو هیوادونو ته مهاجر شي.»