1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي افغان کډوالو سره مرسته کوي

۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبه

د هالیود نامتو لوبغاړې، انجلینا جولي، د کډوالو په بحران کې نوی رول لوبوي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداري UNHCR د سه شنبي په ورځ وویل چې جولي به اوس د افغان کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې کار وکړي

https://p.dw.com/p/12lpO
د هالیود لوبغاړی، انجلینا جولي
د هالیود لوبغاړی، انجلینا جوليانځور: AP

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې چارواکو د رویترز خبري اژانس ته ویلې دي چې وروسته له دې به انجلینا جولي د افغان کډوالو په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي استازي وي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پوري دغې لوبغاړې په خپله د دې خبرې پخلې نه دی کړی. جولې د لسو کلونو څڅه را په دیخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د حسن نیت سفیره پاتې شوي ده.

جولي د لسو کلونو را په دیخوا د کډوالو په برخه کې کار کوي
جولي د لسو کلونو را په دیخوا د کډوالو په برخه کې کار کويانځور: AP

هغې په جینیوا کې راپورترانو ته وویل:

«مونږ د نړۍ څو هیوادونه په پام کې لرو. پر دې مسلې به د راتلونکو اونیو په ترڅ خبر وشی ځکه مونږ غواړو د څیړنو وروسته ښه کار وکړو.»

ملګرو ملتونو کې د کډوالو د چارو کمیشنر، انتونیو ګویتریس، ویلې چې انجیلینا جولي به د هغه خاصه استازې وي ترڅو نړیوالې مرستي راټولی کړي.

د UNHCR چارواکو د رویترز خبرې اژانس ته ویلي دي چې د انجیلینا جولي نوي کارو کې به د افغانستان، پاکستان او ایران له حکومتونو سره کار کول هم شامل وي. هغه به له دغو حکومتونو سره د افغان کډوالو په برخه کې کار وکړي.

د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په حواله په ایران او پاکستان کې څه نا څه 2.7 میلیونه افغان کډوال میشت دي چې د بیلابیلو دلایلو له کبله د خپل هیواد پریښودلو ته اړ شوي دي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل