1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول

۱۳۹۶ مرداد ۱۵, یکشنبه

شمالي کوريا خپل اتومي پروګرام ته دوام ورکوي. بنديزونه هم تر اوسه بې تاثيره پاته شوي او د شمالي کوريا نظر يې نه شوای بدلولی. خو اوس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک د لارې د لا سختو بنديزونو فيصله کړې ده.

https://p.dw.com/p/2hlJH
UN-Sicherheitsrat verhängt schärfere Nordkorea-Sanktionen
انځور: Picture-alliance/dpa/M. Altaffer/AP

له شمالي کوريا سره په اتومي لانجه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ورباندې تر اوسه تر ټولو سخت بنديزونه لګولي دي څو د دغه کمونيستي هېواد په وړاندې په اقتصادي لحاظ لا زيات فشار وارد شي.

د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم ارګان د رايو په اتفاق سره داسې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د سکرو، اوسپنې، سربو، کبانو او ځينو نورو سمندري خوړو په شمول په مهمو صادراتي توکو باندې بنديز لګوي. په ملګرو ملتونو کې د لويې بريتانيې سفير، ماتيو رايکرافت، وويل چې د دغه په نړيواله کچه منزوي شوي هېواد صادراتي عايدات به په دې ترتيب يو مليارد ډالر يعنې لږ تر لږه دريمه برخه راکښته شي.

علاوه پر دې د شمالي کوريا د نهو داسې اتباعو پر تګ راتګ او سفرونو باندې بنديز عملي کيږي چې په بانکي او نظامي تجارتونو کې ونډه لري. د هغوی شتمني او سربېره پر دې د څلورو شرکتونو شتمنۍ کنګليږي. د دغو شرکتونو په ډله کې دوه بانکونه او يو د بيمې شرکت هم راځي. د هغسې کارګرانو شمېر هم چې کمونيستي مشرتابه يې خارج ته د لېږلو اجازه لري، محدوديږي. د متحده آيالاتو اصلي هغه غوښتنه چې شمالي کوريا ته به د نفتو واردات هم راکم کړي، عملي شوې نه ده.

د شمالي کوريا له خوا د توغنديو وروستۍ ازموينې د بنديزونو په لس صفحې لرونکي سند کې په کلکه غندل شوي او د موجوده پرېکړه ليکونو څخه «له تشدده ډکه او سپين سترګې سرغړونه» بلل شوې ده.

اتم پر له پسې پرېکړه ليک

په ملګرو ملتونو کې د متحده آيالاتو د سفيرې، نيکي هېلي، په خبره شمالي کوريا د وضع شوو نويو تدابيرو له لاسه سخته ځپل کيږي. د ۲۰۰۶ کال راهيسي د شمالي کوريا پر ضد دا ۸ پرله پسې پرېکړه ليک دی، چي د امنيت شورا يې تصويبوي. هېلي د امنيت شورا په ناسته کې وويل چې «دا د يو نسل راهيسې د کوم هېواد په وړاندې د بنديزونو تر ټولو سخته لړۍ ده».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):