امریکایي ځواکونه: زموږ په هوايي برید کې ملکي وګړي وژل شوي
۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانه کې راغلي دي چې د کندز ولایت په بز کلي کې دغه هوایي برید همداراز ۲۷ تنه نور ملکيان ټپیان کړي هم دي.
په بیانیه کې زیاته شوې ده چې افغان ځواکونو د دغه برید غوښتنه کړې وه چې په ترڅ کې يې پر هغو طالبانو باندي چې له ملیکانو څخه یې د ډال په توګه کار اخیسته دفاعي ډزي کړي دي.
په دغه بیانیه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولسن، په حواله راغلي دي: «دا چې [د برید] شرایط هر څه وي، زه د بیګناه کسانو د وژل کیدو له کبله پښینماني ښیم.»
د بیانیې په حواله دغه عملیات د طالبانو د هغو قوماندانو د نیولو په موخه شوي ول چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د کندز د نیول کیدو پر مهال یې تاوتریخوالي کړی وو.
د ملکي کسانو د وژل کیدو پر دغي پیښي ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو سختي نیوکې کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر تادامیچې یاماموتو، ویلي ول: «د ملکی کسانو وژل کیدل د منلو وړ نه دي او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر وړاندې هڅې له ستونزو سره مخامخ کوي.»
د امریکایي ځواکونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې ملکیان له دې کبله وژل او ټپیان شوي ول چې طالبانو د هغوی له کورونو څخه بريدونه کول. پر دې سربیره ویل شوي دي چې په پیښه کې د طالبانو د وسلو یوه زېرمه هم په نخښه شوې ده چې د رامنځ ته شوې چاودني له کبله ښايي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
نور مطالب: