1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکايي جنرال له افغانستانه د ژر وتلو په هکله خبرداری ورکړی

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه نوماند امریکايي قوماندان له افغانستان څخه د ژر وتلو په هکله خبرداری ورکړ او وايي چې ښايي القاعده او داعش سره لاسونه یو کړي او پر امریکا او متحدینو بریدونه پلان کړي.

https://p.dw.com/p/2zugt
US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

د امریکا متحده ایالاتو په پوځ پورې تړلی د دلتا فورس پخوان کمانډو امریکايي ډګر جنرال سکات میلر چې اوسمهال د امریکايي متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو د قوماندي مشري کوي د امریکا د سنا پوځي کمیټې ته وویل چې د تائید په صورت که به هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر له سره واروزي چې آیا دغه شمیر کافي دی او که نه.

نوموړي د امریکا متحده ایالاتو د سنا پوځي کمیټې ته په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې له افغانستانه د امریکا چټک وتل به په ۲۰۱۵م کال کې عراق ته ورته یو حالت رامنځ ته کړي. له عراق څخه د امریکايي جنګي سرتیرو تر بشپړ وتلو درې کاله وروسته، د عراق پوځ د سقوط له ګواښ سره مخامخ شو او په پایله کې یې ګڼ شمیر سرتیري یا وتښتیدل او یا د اسلامي دولت په نامه داعش ډلې ته تسلیم شول. اسلامي دولت په همدغه موده کې د عراق زیاتره سیمې په خپل کنترول کې درلودې.

میلر وویل: «له [افغانستان څخه د امریکايي] سرتیرو بې نظمه او چټک وتل به د امریکا په ملي امنیت باندې منفي اغیز وکړي.» میلر زیاته کړې چې په دې صورت کې زه د القاعده او داعش له یو ځای کیدو اندیښمن یم او پوهیږم چې دوی به دا کار وکړي او زه په هم خبر یم چې دوی [داعش او القاعده] د همداسې یوه فرصت په لټه کې دي.

داس انګیرل کیږي چې ډګر جنرال میلر به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي قوماندان په توګه په ډیره آسانۍ سره تائید شي. هغه به د امریکا د تر ټولو اوږدې یعنې په افغانستان کې د یوې ۱۷ کلنې جګړې قومانده په لاس کې واخلي کومې چې د ناهیلیو سربیره په دې هیواد کې د امریکا د بریا په هکله پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

د امریکا د سنا د جرګې غړي سناتور جک رید، بیا ویلي دي چې میلر به په یوه ډیر حساس وخت کې د امریکايي ځواکونو قومانده په لاس کې واخلي. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر لوړ کړی او د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې خپل پروګرام ته یې پراختیا ورکړې، رید وايي چې خپلواکو ارزونو د پرمختګ کمې نښې رابرسیره کړي او طالبان لا هم د دې وړتیا لري چې ستر بریدونه وکړي.

Afghanistan - US Soldaten am Ort eines Selbstmordanschlags der Taliban
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Seiam

میلر بیا وايي: «زه په افغانستان کې په خپل هدف خبر یم او هغه دا چې ترهګرو ته د دې اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا افغانستان په خپل پټنځای بدل کړي او [له دې ځایه] متحده ایالات او نړیواله ټولنه تهدید کړي.»

د نوموړي په وینا پوځي فشار د سیاسې روغې جوړې له پاره ضروري دی، څو په دې توګه افغانان د دې جوګه شي چې د خپل پوځ ظرفیت جوړ کړي او همدا راز د دې وړتیا پیدا کړي چې ترهګر بیا خوندي ځای ونه مومي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکي احتمالي قوماندان همدا راز وویل چې زه په دې باور یم چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې له لخوا د پټنځای موندلو د مخنیوي او د امریکا پر وړاندې د دوی د بریدونو د مخنیوي په برخه کې کوم چې زموږ اصلي هدف دی، پرمختګ شوی دی.

 میلر د ۱۹۹۳کلونو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د غړي په توګه په سومالیا کې جنګیدلی دی. په سومالیا کې د امریکا د دغې خونړۍ جګړې په هکله د «بلېک هاک ډاون» په نامه وتلی کتاب هم لیکل شوی دی. میلر د سومالیا په دې جګړه کې ټپی شوی وو او یو شمیر مډالونه یې هم ترلاسه کړي دي. سربیره پر دې د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه سرتيری په ۲۰۰۲م کال کې په عراق کې هم د جګړې پر مهال ټپی شوی وو. د امریکا د سنا د تائیديدو په صورت کې به دغه امریکايي جنرال په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د اوسني قوماندان جنرال جان نکلسن ځای ناستی شي.

زموږ له آرشیف څخه: