1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په لیبیا کې پر یوې پوځې مداخله غور کوي

۱۳۹۴ بهمن ۸, پنجشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت پنتاګون، په لیبیا کې روان تاوتریخوالو ته په کتو سره پر یوه پوځي انتخاب باندي غور کوي. په لیبیا کې داعش ډله د بي ثباتي په تعقیب کې په بیساري توګه فعاله شوې ده.

https://p.dw.com/p/1HlKd
Libyen Kämpfer GNC gegen IS
انځور: Getty Images/AFP/M.Turkia

پینټاګانون د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا متحدو ایالاتو په لیبیا کې پوځې لاري چارې تر ارزوني لاندې نیولې دي. د پنټاګون ویاند وویل چې د« اسلامي دولت» نومې ترهګري ډلي د تیلو دغه شتمن هیواد ته لمن پراخه کړې او په لیبیا کې د ملي یووالي یو نوی حکومت د خپل ټینګښت له پاره هلي ځلي لري، نو له دې امله متحد ایالات په سیمه کې د امنیت په هکله «د پام وړ اندېښنه» لري.

د پنټاګون ویاند پیتر کوک وویل: د لیبیا وضعیت ته په کتو سره، موږ د ځینو نورو لاروچارو لکه پر پوځې چاره هم کتنه کوو»، په عراق او سوریه کې د داعش له اصلي اډو څخه د دغي افراطي ترهګري ډلي د ریښو د «خپریدو» د مخنیوي له پاره د امريکا د دفاع وزارت د لارو چارو په لټه کې دی.

ښاغلي کوک زیاته کړه: «موږ غواړو چې خپل تیاری ونیسو، د دفاع وزرات په توګه موږ تل غواړو چې تیار واوسو، په هغه صورت کې چې په لیبیا کې د اسلامي دولت تهدیدونه زیاتیږي، حتې که هغه نن هم وي.»

د ثبات د راوستو په لټه کې

په ۲۰۱۱م کال کې د لیبیا پخواني دیکتاتور معمر قضافي پر وړاندي پاڅون وشو چې پایله کې یې رژیم نسکور شو، له هغه وخت راهيسي په دغه هیواد کې د روانو قبیلوي شخړو او جګړوله امله یو باثباته حکومت ندی رامنځ ته شوی. په لیبیا کې پخواني یاغیان پر دوو سیالو ډلو ویشل شوې او دواړه یې خپل پارلمانونه لري، له دې دوو ډلو څخه یوه یې په تبروک ښار کې ده چې د نړیوالي ټولني لخوا په رسمیت پیژندل شوې او بله یې په ترابلس کې اسلامپاله ډله ده چې ونتوانیده دیموکراتیک انتخابات وګټي.

داعش هڅه کوي چې له دغو حالاتو څخه په لیبیا کې د ځای موندلو په موخه ګټه واخلي او د افراطي اسلامپالو پر ملاتړ حساب کولو سره غواړي هلته ځای پیدا کړي. داعش ډلي ته وفادارو ځواکونو په جون میاشت کې سیرت ښار، چې د ترابلس په ختیځ ۴۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی ولکه کړ او روانه اوونۍ یې له همدې ښار څخه پر تیل لرونکو سیمو خپلي حملې پیل کړې دي.

د تيرکال په دسمبر میاشت کې پنټاګون اعتراف وکړ، چې د امریکا هغه ځانگړی ځواک چې د «روابطو د ځواکمنیدو» په موخه لیبیا ته لېږل شوی وو، له رسیدو سره سم بیرته راستانه شوي.