امریکا په عراق کي احتمالي بريدونو ته تيار دی
۱۳۹۳ تیر ۳, سهشنبهد امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پراساس، جان کېري د دوشنبې په ورځ په بغداد کي وويل چي «داعش ته به هيځای د پټيدلو يو مطمئن ځای تضمين نه سي.» ده اضافه کړه، چي جمهور رئيس بارک اوباما به دشک په صورت کي په عراق کي د يوه نوي حکومت د جوړيدو دمخه هم په نظامي اقداماتولاس پوري کړي.
کېري په عين حال کي په بغداد کي د نوي حکومت د جوړيدلو په اړه د جدي پرمختگ غوښتنه وکړه. هغه ټينگار وکړ، چي «عراق د موجوديت له خطر سره مخامخ دی او د عراق رهبري بايد دغه گواښ ته په جدي او عاجلو اقداماتو سره جواب ووايي.» هم د امريکا متحده ايالاتو او هم اروپايي ټولني د داسي يوه حکومت غوښتنه کړې ده، چي درې سره ولسونه، لکه شعيه گان، سنيان او کردان په هغه کي نمايندگي ولري.
هغه وويل: «دامهمه خبره ده، چي د عراق رهبري داسي يو حکومت جوړ کړي چي په هغه کي ټول ولسونه شامل وي، د امکان تر حده پوري هر څومره ژر چي اساسي قانون ورته اجازه ورکوي. د امريکا متحده ايالاتو ملاتړ به دوامداره وي، که د عراق حکومت لازم اقدامات تر سره او هيواد سره متحد کړي.»
پر صدراعظم نوري المالکي باندي چي له ۲۰۰۶ م کال راهيسي حکومت کوي، تور لگول کيږي چي سنيان او کردان منزوي کوي او په حکومت کي ځاي نه ورکوي. ويل کيږي چي همدغه سياست په عراق کي د اوسني بحران د رامنځ ته کيدلو سبب گرځيدلی دی. خو المالکي خپله استعفا ردوي.
د «السماريه» خبري چينل په حواله، ده له کيري سره د ليدو پر وخت ويلي دي، چي په هيواد کي غښتلی سياسي قدرت بايد راتلونکي حکومت هم جوړ کړي. د المالکي گوند «پر قانون ولاړ دولت –اتحاد» د اپريل مياشتي په پارلماني ټاکنو کي د پارلمان اکثريت چوکي پلاس راوړي وې.
د«عراق او شام اسلامي دولت» نومي ډلي (ISIS) دوې اووني دمخه په عراق کي عمليات پيل او د هيواد اکثريت برخي يې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې. د داعش جنگيالي د شمال او لوېديځ له خوا د بغداد خوا ته ور نژدې سوي دي. اوباما تيره اوونۍ اعلان کړی وو، چي د امريکا متحده ايالات د ضرورت په صورت کي د تندلارو پر ضد پوځي عملياتو ته تيار دي.
جمهور رئيس عراق ته تر۳۰۰ پوځي مشاورينو د ليږلو اعلان وکړ، خو په اساس کي يې د مځکنيو قواوو عمليات رد کړل.
له بلي خوا تر اردن وروسته اوس ايران هم له عراق سره خپل سرحدونه تقويه کړي دي. د کورنيو چارو وزير عبدل رضارحماني فضلي په تهران کي ويلي دي، چي دغه تدابير يې ځکه نيولي دي، څو تشدد د سرحد بلي خواته ور وانه وړي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په دې منځ کي د ايران او سعودي عربستان تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده، څو د ده په خبره اوسني بحران ته خاتمه ورکړل سي.
شټاين ماير د «بيلډ» په نامه المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي، چي د «رياض او تهران تر منځ بې له يوه تفاهم څخه به داوسني بحران حل ناممکنه وي». د دواړو هيوادونو تر منځ خبري اتري کيدلاي سي، په عراق کي د وضعي د اراميدو سبب وگرځي.