1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په استراليا کي خپل پوځي حضور پياوړی کوي

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

د استراليا ددفاع وزير ستيفن سميت ويلي، چي د امريکا متحده ايالات يې په هيواد کي د پوځي حضور د پياوړتيا په لټه کي دي. ويل کيږي، چي په نژدې ارتلونکي کښي به بارک اوباما هغه هيواد ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/12vgU
«د چين سره د جګړې په صورت کي به په جاپان کي د امريکايي ځواکونو اډې د چينايي توغنديو هدف و گرځي.»
«د چين سره د جګړې په صورت کي به په جاپان کي د امريکايي ځواکونو اډې د چينايي توغنديو هدف و گرځي.»انځور: AP

د استراليايي چارواکو په حواله امريکا به د استراليا په شمالي سيمي کنبيرا کي خپل پوځي حضور پياوړی کړي. امريکا په دغي سيمي کي د څو مياشتو را په دېخوا پياوړي پوځي حضور لري.

امريکايي پوځي کارپوهانو ګواښ کړی، چي د چين سره د جګړې په صورت کي به په جاپان کي د امريکايي ځواکونو اډې د چينايي توغنديو هدف و گرځي.

د استراليا د دفاع وزير د دغه هيواد د يوې راډيو سره په مرکه کي ويلي دي، چي هيواد يې د متحده ايالاتو سره پر دې خبري کوي، چي په کنبيرا کي د دغه هيواد پوځي حضور پياوړی سي.

دغه استراليايي وزير زياته کړې، چي له امريکا سره د دايمي پوځي اډو د جوړولو په اړه خبري نه کوي. د هغه په وينا د نوي موافقې په ترڅ کي به د استراليا په شمالي سيمو کي د امريکايي ځواکونو تګ را تګ لا پسي ډيرسي.

دا په داسي حال کي ده چي، د استراليا او امريکا تر منځ د نوي موافقې له مخي به امريکايي ځواکونه او کښتۍ په «داروين» کي د يو څه وخت له پاره هم پاتي سي.

د استراليا په شمال کي پروت لوی ښار داروين، د اسيا دروازه بلل کيږي.

سميت دا خبره هم کړې، چي له امريکايي چارواکو سره پر دې هم خبري رواني دي، چي دغه هيواد په داروين کي ځمکه رانيسي ترڅو امريکايي ځواکونه او وسايل پکښي وساتل سي.

اوباما به د نومبر پر ۱۶او ۱۷د استراليا له داروين او کنبيرا څخه ليدنه وکړي. هغه به دغو سيمو ته په هوايي کي د اسيا د قاري له غونډي وروسته ورسيږي.

سميت چي په ډير احتياط يي خبري کولې، تر څو تر ټولو لي سوداګر ملګری، بيجينګ، تحريک نه کړي، وويل چي امريکا په استراليا کي يوازي د طبعي پيښو په صورت کي د مرستو کولو په موخه په استراليا کي خپل پوځي حضور پراخوي.

دا په داسي حال کي ده، چي استراليا په خپله هم يو شمير ځواکونه شمال ته انتقالوي ترڅو د کومي جګړې په صورت کي د تيلو له زيرمو څخه ساتنه وکړي.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل