1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه دي

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د امریکا د باندنیو چارو وزارت افغانستان کې د بشري حقونو د ارزونې کلني رپوټ کې اندېښنه ښودلې، چې تېر کال هم په دغه هېواد کې له بشري حقونو پراخه سرغړونه شوې؛ خو طالبان وايي د ټولو حقونه خوندي دي.

https://p.dw.com/p/4f607
امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه دي
امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

د امریکا  متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت په یوې نړیواله کلنۍ اررونې کې بیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او په دې اړه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې تېرکال په افغانستان کې د بشري او ښځو له حقونو سرغړونو دوام درلود، ناقانونه وژنې، نیونې او د زورزیاتي په ګډون نورې بشري سرغړونې شوي دي.

په دغې رپوټ کې د طالبانو  ادارې له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ته په اشارې راغلي دي چې دغه بندیزونه لا سخت شوي او په تېر میلادي کال کې د طالبانو په پالیسو او تګلارو کې هېڅ نرمښت نه دی راغلی.

امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه دي
امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه ديانځور: AFP

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په دې کلني رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو  تېر کال د پرځول شوي جمهوري دولت پلي کېدونکيو قوانینو ته د بدلون ورکولو اراده نه لرله، خو د دغې ډلې له لوري ځينې صادر شوي فرمانونه له پخواني قانون سره په ټکر کې دي.

وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخستنه، د طالبانو په زندانونو کې سخت او ګواښوونکی حالت، غیرعادلانه نیونې او توقیفول، د خلکو ورکېدل، د قضايي خپلواکۍ ستونزې، خپلسري، غیرقانوني لاسوهنې، په شخصي حریم ناقانونه تېری، په جګړو کې له ماشومانو ګټه اخستنه، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ بندیزونه، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، نیول، سانسور، انټرنیټي ازادیو اخستل، پر مذهبي ازادیو محدودیتونه، د سفر کولو محدودیتونه، د ټاکنو نشتوالی او ځینې نور مسایل په دغې رپوټ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې د مواردو په توګه یاد شوي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې دا هم راغلي دي چې امریکا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې طالبان یا کوم بل ارګان د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

دغې رپوټ ته د طالبانو ادارې په غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د «اسلامي شریعت» په رڼا کې تعریف شوي او د «ټولو خلکو حقونه د شریعت په رڼا کې» خوندي دي.

امریکا افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې
امریکا افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلېانځور: WAKIL KOHSAR /AFP/Getty Images

د طالبانو ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون پر خپلې ایکس پاڼې خپور کړی دی ویلي دي: «دا چې امریکا یا بل لویدیځ هېواد د بشري حقونو خبره کوي، هغوی دې غربي کلتور په نورو هېوادونو نه تحمیلوي. څه چې ښايي امریکا کې د حقونو په نوم تعریفېږي، هغسې په افغانستان کې نه شته. په شریعت کې چې څه حقونه دي، زموږ خلک د هماغې غوښتونکي دي.»

د سیاسي چارو شنونکي اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو  بندول او پر هغوی محدودیتونه ډېرول د نړیوالو دا ادعا په رښتیا بدلوي، چې طالبان له بشري حقونو سر غړونه کوي.

هغه وویل: «په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی د اوسنۍ ادارې له خوا دی. له زده کړو او کار یې محرومې کړي دي. دا یو بشري جنایت دی او عادي خبره نه ده. نورو اسلامي هېوادونو ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکړی دی، دوی ګواکې له اسلام ناسم تفسیر تطبیقوي.»

اسحق اتمر وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسني واکمن د نړیوالې ټولنې غوښتنې ونه مني او نړیوال نورمونه پلي نه کړي، نو له نړۍ د رسمیت پېژندلو غوښتنه د ده په ټکو «احمقانه» ده.

امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه دي
امریکا وايي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نه ديانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

لیکوال او ټولنیز فعال جان اغا بهار دویچه ویله ته وویل چې طالبانو له ټولو خلکو د کار، زده کړو، بیان ازادي، ټاکنو او د خپل غږ اوچتولو حقونه اخستي او «افغانستان اوس مهال د خلکو له پاره په یوه زندان بدل شوی دی.»

نوموړی وايي: «طالبانو نه یوازې دا چې له خلکو بشري اساسي حقونه اخستي، هغه حقونه چې د اسلام مبارک دين خلکو ته ورکړي، هغه یې ترې هم ترړولي دي.»

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د امریکا د کانګرس په غوښتنه له ۱۹۷۷م کال راهیسې په نیږدې دوه سوه هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا وړ رپوټ چمتو کوي، چې سږ کال پکې له افغانستان  نیولې تر روسیې، اوکراین، سوډان، اسرائیل او غزې پورې د انساني حقونو څخه د سرغړونې پېښو او حالاتو ته کتنه شوې ده.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟