1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا غواړي سږکال په افغانستان کې داعش محوه کړي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالات غواړي د اسلامي دولت یا داعش د افغانستان ښاخ تر دې مخکې چې دې سیمې ته له سوریې او عراق څخه نور جنګیالي راورسیږي له منځه یوسي. خو ایا دا ممکنه ده؟

https://p.dw.com/p/2cD31
USA Soldaten im Irak Krieg
انځور: picture-alliance/Photoshot

امریکا متحد ایالات او افغان حکومت له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو پر ضد جګړه بوخت دي خو به وروستیو کلونو کې د اسلامي دولت یا داعش د افغانستان څانګې چې د «خراسان ولایت له پاره د اسلامې دولت ښاخ» هم نومیږي د افغانستان په ختیځو برخو کې فعاله شوې ده.

د ۲۰۱۵م کال په لومړیو کې دغې ډلې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ځيني سیمي تر خپل کنترول لاندې راوستې. خو دغه ډله د طالبانو په پرتله ډیري لږ سیمې په لاس کې لري او له همدې کبله د افغانستان جګړه تر ډیره پورې د طالبانو پر ځپلو متمرکزه وه.

امریکایانو د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه رپوټونه تر هغه وروسته واوریدل، چې واشنګټن د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش د تونلونو د یوې شبکې د په نخښه کولو له پاه خپل تر ټولو لوی غير اټومي بم چې ورته د بمونو مور نوم هم ورکړل شوی دی، وکاراوه.

تیره اوونۍ هم افغان او امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د استعمال شوي بم سیمې ته نزدې پر یوه مرکز باندې برید وکړ. پنتاګون ویلي دي چې باور لري په دې عملیاتو کې د داعش ډلې د افغانستان د ښاخ مشر عبدالحسیب وژل شوی دی.

په افغانسان کې د امریکايي ځواکونو ویاند کپتان بیل سالوین، ویلي دي چې داعش په افغانستان کې یو وخت د ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ تر منځ جنګیالي لرل. خو زیاته کړې یې ده چې په وروستیو وختونو کې له دې ډلې څخه د جنګیالیو بیلیدو او د جګړې په ډګر کې تلفاتو د دغې ډلې د جنګیالیو شمیر ۸۰۰ کسانو ته راکښته سوی دی.

سالوین د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ په ۲۰۱۷م کال کې د هغوی [د اسلامي دولت ډلې] د له منځه وړلو ډیر ښه چانس لرو. له دې سره به موږ دا ډیره واضیح کړو چې کله د نړۍ په نورو سیمو کې داعش ماتي خورې نو افغانستان داسې ځای نه دی چې هغوی دې ورته راشي او خپل بریدونه دې پلان کړي.»

په وروستیو وختونو کې د داعش ډله په سوریې او عراق کې تر فشار لاندې راغلې ده. خو کاروپوهان او پوځیان دې خطر ته هم اشاره کوي چې د داعش غړي کیدای شي له سوریې او عراق څخه افغانستان ته راشي.

په بروکینګس انستیتیوت کې د بهرنیو اړیکو کارپوه مایکل او هانلون، وویل چې داعش باید په افغانستان کې وځپل شي، خو روښانه یې کړه چې د پنتاګون له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل یو څه خوشبینانه دی.

دغه کارپوه وویل چې په افغانستان کې د داعش بشپړ ځپل ښايي د پاکستان د نقش او همداراز له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د دغي ډلي د جنګیالیو د راتلو له کبله ډیر وخت ونیسي.

کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) په لیکو کې افغانان، ازبکان، پاکستانیان او له طالبانو جلا شوي جنګیالي شامل دي. دغې ډلې لومړی په افغانستان کې په ۲۰۱۵م کال کې سر پورته کړ.

د دیموکراسیو د دفاع په بنسټ کې کارپوه بیل روګیو، ویلي دي چې داعش ډله په افغانستان کې څو واري د امریکا له ملاتړه د برخمنو بریدونو په مقابل کې دریدلې ده. خو دغه کارپوه په دې باور دی چې په افغانستان کې اوس هم طالبان او په القاعدې پورې تړلې تر داعش لوی ګواښونه دي.

روګیو د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا په دې معنی نه ده چې هغوی یو ګواښ نه رامنځ ته کوي، خو زما استدلال دا دی چې طالبان د افغانستان ثبات ته تر داعش لوی ګواښ رامنځ ته کوي.»