1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، شمالي کوریا د ترهګرو د ملاتړي په نوملړ کې شامل کړ

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

امریکا متحدو ایالاتو، شمالي کوریا د ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه درجه بندي کړی دی. جاپان د دې اقدام هرکلی کړی دی. په پام کې ده چې امريکا د دغه هیواد پر وړاندي نور جزایي اقدامات تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/2nyRC
Vietnam US-Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

امريکا متحدو ایالاتو، شمالي کوریا د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه درجه بندي کړی دی. ولسمشر دونالد ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې دغه کار باید څو کاله ترمخه تر سره شوی وای. دغه ګام دا فرصت برابروي چې د شمالي کوریا پر وړاندې نور جزایي اقدامات تر سره شي.

له بل اړخه دغه ګام تر ډیره ښایي سمبولیکه بڼه ولري، ځکه چې امريکا لا تر مخه د شمالي کوریا پر وړاندي ډیر جزایي اقدامات تر سره کړي دي. دا چې پر شمالي کوریا به نور کوم بندیزونه ولګول شي، د ترمپ په خبره د متحدو ایالاتو د مالیي وزارت به یې ښایي د سه شنبې په ورځ اعلان کړي.

د شمالي کوریا او امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ په تیرو میاشتو کې ترینګلیتا وروسته له هغه لا پسې زور واخیست چې شمالي کوریا اتومي او د توغندیو ازموینې تر سره کړې. په وروستیو کې دواړو اړخونو ګواښونو او لفظي ناندریو ته مخه کړې وه. د شمالي کوریا د خپلو څرګندونو له مخې پر داسې توغندیو باندي کار کوي چې امريکا ته ور رسېدای شي.

جاپان د جزایي اقداماتو د پلان هرکلی کړی

جاپان د ترمپ د پریکړې هرکلی کړی دی. د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې په پلازمېنه توکیو کې خبریالانو ته ویلي دي: «موږ د هغې پریکړې هرکلی او ملاتړ کوو، چې پر شمالي کوریا باندي فشار ډیروي.» خو د جاپان د دفاع وزیر د شمالي کوریا له لوري د نویو لمسونو احتمال نه ردوي. جاپان د شمالي کوریا له لوري د توغندیو او اتومي ازموینو له کبله خپل ځان تر مستقیم ګواښ لاندې ویني. په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا دوه ازمویل شوي توغندي د جاپان پر فضا تیر شوي.

آیا دا یو لوی ګام دی؟

ترمپ آسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه کړې وه چې د کوریا په کړکیچ کې پرمختګ وشي. د بیلګې په توګه ترمپ د چین له لوري دا پریکړه چې شمالي کوریا ته یو ځانګړی استازی استوي، د یوه «لوی ګام» په توګه ستایلې وه. په عین وخت کې هغه ویلي ول چې د اتومي کړکیچ د حلولو له پاره وخت «ژر» پر ختمیدو دی.

په عین وخت کې د پیکینګ له لوري استول شوي ځانګړي استازي د شمالي کوریا پلازمینې ته خپل سفر پای ته رسولی دی.

د چین خبري آژانس شینهوا، د رپوټ له مخې دواړو اړخونو د «گډو ګټو» پر موضوعاتو باندي خبري کړې چې پکښې د کوریا په نیمه ټاپو کې فرصتونه هم شامل وو. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د پیکینګ ځانګړي استازي، د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ سره لیدلي دي او که نه.

rtr, afp) sr/ms)