1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا دوې نوري ډلې د ترهګرو په ليست کې شاملې کړي

۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

امریکا متحدو ایالاتو په پاکستان او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دوې سیاسي ډلې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ليست کې شاملې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2vODA
Pakistanisches Gericht lässt bekannten Terroristen frei
انځور: picture-alliance/dpa/K.M.Chaudary

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د ملي مسلم لیګ «ام. ام. ایل» او تحریک آزادي کشمیر په نامه دوې سیاسي ډلې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ليست کې شاملې کړی دي. د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام تر شا دلیل د لشکر طیبه له پاره د جبهې په توګه د دغو دواړو ډلو فعالیت په ګوته کړی دی.

لشکر طیبه د پاکستان یوه مذهبي مشر حافظ سعید جوړ کړی او په خپله سعید یې مشر هم دی. پر حافظ سعید باندي په ۲۰۰۸م کال د هند په ممبيي ښار کې د ترهګر بريد چې ۱۶۶ کسان پکښې ووژل شول، د طرح کولو تور دی.

په عین وخت کې د ۲۰۰۸م کال د ترهګریز برید د اصلي طراح په توګه پر حافظ سعید ۱۰ میلیونه ډالر انعام هم ټاکل شوی دی، خو هغه په پاکستان کې په آزاده توګه ژوند کوي.

د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې همدا راز ویلي دي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ليست کې د دې ډلو د شاملولو هدف د لشکر طیبه د مالي سرچینو وچول دي چې یاده ډله د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو له پاره ورته اړتیا لري.

سربیره پر دې په دې وروستیو کې د پاکستان د ټاکنو چارواکو ملي مسلم لیک یا «MML» ته په ټاکنو کې د ونډې اخیستو اجازه ور نه کړه. د پاکستان د ټاکنو چارواکو استدلال کاوه چې د دغې ډلې په راتګ سره به په سیاست کې سخت دریځي او زور زیاتی ډیر شي. خو پر دې ممانعت سربیره، د یادې ډلې غړي په پارلماني ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخلي.

د ملي مسلم لیګ ګوند یوه ویاند د ترهګریزو ډلو په ليست کې د شاملیدو پر وړاندي اعتراض ښوولی دی. د ملي مسلم لیګ ویاند یحی مجاهد د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «زموږ ګوند د چارواکو له خوا د ترهګرو ډلو په ليست کې ثبت شوی نه دی...دا به هیڅ اغیز هم و نه کړي.»

دغه اقدام داسې مهال عملي کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ اړیکې له هغه وروسته ډیري ترینګلي شوي، چې واشنګټن پر خپل دغه متحد [پاکستان] تور پورې کړ چې له اسلامپاله جنګیالو سره په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو باندې د بریدونو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

زموږ له آرشیف څخه: