امریکا د ۷۰۰۰ سوریایانو اقامت تمدید کړ
۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبهاوسنی امتیاز یوازي د هغو کسانو له پاره اعتبار لري چي د ۲۰۱۶م کال د اگست میاشتي تر لمړۍ نیټې وروسته یې د امريکا متحده ايالاتو ته پناه وړې وي. خو وزارت دا نده څرگنده کړې چي څومره سوریایي مهاجرو د اقامت دغه شرایط نه دي پوره کړي.
د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په رهبرۍ، د امریکا حکومت د ۱۱ هغوهیودونو له پاره د سفر کولو مقرارت بیا سخت کړل چي د خطرناکو هیوادونو په توگه درجه بندي سوي دي. معنی دا چي مخکي تر دې چي د دغو هیوادونو اتباع امریکا ته ورداخل سي، یو وار بیا یې باید اسناد وڅيړل سي. د اوس وخت له پاره امریکا ته د ورداخلیدونکو مهاجرو شمیر د کاله ۴۵۰۰۰ تنه تعین سوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، په ۲۰۱۲م کال کي د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله د دغه هیواد مهاجرت د «موقتي محافظت» یا (Temporary Protected Status) په نوم پروګرام کې شامل کړي ول.
په همدې حال کي نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی دی چي د ۲۰۱۱م کال له اکتوبر میاشتي راهیسي په امریکا کي تر ۱۸۰۰۰ اضافه سوریایي مهاجر منل سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(06.10.2015)