1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د په سلونو افغانانو بشردوستانه ويزې رد کړي دي 

۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت فدرالي ادارې د هغو په سلونو افغانانو چې غواړي په موقتي توګه دغه هیواد ته داخل شي، ويزې رد کړي دي. د مهاجرو مدافعان وايي د بایدن اداره په دې کار سره له افغانانو سره کړې ژمنه نه پوره کوي.

https://p.dw.com/p/451bQ
Jahresrückblick BG 2021
انځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت فدرالي ادارې په وروستیو کې په سلونو هغو افغانانو ته چې د «هيومینیترین پارول» په نوم یو ځانګړي بشردوستانه پروګرام له لارې د پناه غوښتنې کړي، رد ځوابونه ورکړي دي. دغه کار ګڼ شمیر افغانان او د هغوی پلويان سخت ناهيلي کړي دي.

هیومینیترین پارول (humanitarian parole) داسې يو پروګرام دی چې افرادو ته په عاجلو حالاتو کې په امریکا متحده ایالتو کې موقتي ويزه ورکوي. د دغه پروګرام په اړه داسې هم ويل کیږي چې په ندرت استفاده کيږي.

حسینه نيازۍ یوه له هغو افغانانو څخه ده چې د دغه پروګرام څخه يې رد ځواب ترلاسه کړی. ۲۴ کلنه نیازۍ د امریکا په ماساچوسیت کې اوسيږي هغې غوښتل د دغه پروګرام له لارې له کابل څخه خپل نامزاد امریکا ته وروغواړي.

«هيڅ باور مې نه کيږي چې درخواست مې رد شوی»

هغه ډاډمنه وه چې د امریکا حکومت به يې درخواست قبلوي، ځکه هغې د هغو ګواښونو شواهد هم سپارلي وو چې نامزد يې کابل ته نژدې د ښځو په يوه روغتون کې د کار کولو پر مهال د طالبانو له خوا ترلاسه کړي ول.

د نيازۍ په خبره نامزد ېې «ټول هغه څه چې دوی غوښتل درلودل. دا هيڅ منطقي نه ده چې دوی ولې دا رد کړ. دا زما له پاره د یو بد خوب په څیر دی. زما تر اوسه هم باور نه راځي.»

Symbolbild | Unterdrückung von Frauen in Afghanistan
نیازۍ وايي باور يې راځي چې د نامزاد د پناه غوښتنې درخواست يې رد شوې ده - د آرشيف څخه د يوې افغانې میرمن انځورانځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

په امريکا کې د مهاجرو د حقونو ځينې مدافعان د امريکا حکومت پر دغه اقدام خواشيني دي. دوی وايي د جو بایدن اداره پر خپلې هغې ژمنې عمل نه کوي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته يې د هغو افغانانو د راوښکلو له پاره کړې ده چې له دوی سره يې کار کړی وو.

په تګزاس کې يوه حقوقي وکيله، کایتلین راوي وايي: «دا ستره ناامیدي ده.» هغې تازه د پنځو درخواستونو رد ځوابونه ترلاسه کړي دي. په هغو کې يو درخواست د یوه افغان پولیس افسر دی. دغه پوليس په افغانستان کې له امريکايي روزونکو سره مرسته کړې وه چې طالبانو وهلی ډبولی هم دی.

د ۲ زرو پر ځای ۳۵ زره درخواستونه

وکيله راوي د رد شوو کسانو په اړه وايي: «دوی واقعا آسيب پزیره افراد دي چې په اړه يې يوه هیله موجوده وه.»

د یوې نمايندګۍ وياندې ويکتوريا پالمر روانه اوونۍ وويل، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته، د امریکا د تابعت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) د بشردوستانه ځانګړي پروګرام له لارې څه باندې ۳۵ زره درخواستونه ترلاسه کړي دي. هغه وايي له ډې ډلې يې شاوخوا ۴۷۰ رد شوي دي او څه باندې ۱۴۰ درخواستونه په مشروط ډول منل شوي دي.

Afghanistan Hamid Karzai International Airport in Kabul
طالبانو د اګست مياشتې په نيمايي کې کابل ونیوه او له وروسته په لسونو زره افغانان امریکا ته انتقال کړل سولانځور: REUTERS

میرمن پالمر د مهاجرت د دغه ځانګړي بشردوستانه پروګرام په اړه وايي چې دغه لږ پيژندل شوی پروګرام نشي کولای په امریکا کې د دايمې اوسیدنې له پاره یوه قانوني لار هواره کړي. هغه وايي دغه پروګرام معمولاً په کال کې له ټولو هیوادونو څخه يوازې تر ۲۰۰۰ يو څه ډېر غوښتلیکونه مني، چې د هغو له ډلې په اوسط ډول شاوخوا ۵۰۰ يې منل کيږي.

د هغې له خبرو داسې ښکاري چې په ځانګړي بشري پروګرام کې چې په امریکا کې د موقتې ويزې له پاره دی، د منلو چانس کم دی په خاص ډول هغه وخت چې د غوښتنليکونو شمېر ډېر وي.

يوازې ډېر شديد بېړني موارد منل کيږي

میرمن پالمر ټينګار کوي چې په عمومي توګه دغه پروګرام د شديدو بېړنیو شرایطو له پاره دی او په پام کې نه وي چې دغه درخواست دې د پناه غوښتنې پروسې ځای ونیسي. هغه پروسه چې «له مبدا هیواد څخه راوتلو هغو افرادو ته لار هواروي چې غواړي په امریکا متحده ایالاتو کې محافظت ترلاسه کړي.»

د متحده ایالاتو حکومت په عین وخت کې غواړي د تخليې پروګرام په ادامې له زیانمنيدونکو افغانانو سره خپلې مرستې جارې وساتي چې په هغو کې ۹۰۰ امریکايي اتباع، په امريکا کې اوسیدونکي افغانان او د ۲۲۰۰ نورو افغانانو رايستل شامل دي.

د اسوشتید پریس په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي تمه لري په روان مالي کال کې تر ۹۵ زرو ډېر کسان چې له افغانستان څخه راايستل شوي دي، هستوګن کړل شي. دغه افراد يو لړ مراحل په مخ کې لري چې په هغو کې په پوره دقت سره د دغو کسانو د سابقې کتنه او واکسیناسیون شامل دي.

«هيومترین پارول افغانانو ته مناسب انتخاب دی»

Ramstein - Flüchtlingslager
د آلمان په رامشتاین کې د امریکا په پوځي اډه کې له افغانستان څخه امریکا ته وړونکو افغانانو کمپانځور: Olivier Douliery/POOL/AFP/Getty Images

د اکثرو کسانو مراحل له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو مخکې تصفیه شوي دي. په اوس وخت کې د امریکا د تابعیت او مهاجرت د خدماتو اداره (USCIS) د بشردوستانه ځانګړي پروګرام له لارې نوو درخواستونو ته په رسيدګۍ بوخته ده چې له پاره يې پرسونل هم ډير کړي.

USCIS ټينګار کوی چې بشردوستانه ځانګړی پروګرام نه باید د مهاجرو د پناه غوښتنې پروسې باندې بدل شي، په عين حال کې د مهاجرو مدافعان هم وايي چې دا د هغو افغانانو له پاره يو مناسب انتخاب نه دی چې په افغانستان کې بند پاتې دي يا د طالبانو له ويرې پټ دي او غواړي امریکا ته ځانونه ورسوي.

دوی وايي حتی که د دغه پروګرام په چوکاټ کې افراد له افغانستان څخه را وايستل هم شي، کيدای شي هغوی د کلونو له پاره د مهاجرو په یو کمپ کې انتظار کولو ته اړایستل شي، هغه څه چې ډېر خلک يې د زغملو توان نه لري.

په افغانستان کې د کورنۍ د پاتو غړو راايستلو هڅې

خو له دې ټولو سره سره، افغانان هڅه کوي چې که کيدای شي د همدغه پروګرام له لارې هم ځانونه امریکا ته ورسوي. په دې ډله کې يو هم محمد دی چې په افغانستان کې يې د امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او اوس د امریکا په کلفورنیا کې د مهاجرت له يو ځانګړي حالت سره ژوند کوي. هغه غواړي مشر ورور يې چې له نړیوالو سازمانونو سره يې کار کړی، د بشردوستانه ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شي. هغه وايي چې مشر ورور ېې اوس پټ دی. په وینا يې طالبان يې کور ته ورغلل او د مشر ورور پر ځای يې کشر ورور له ځانه سره بېولی او یوه اوونۍ يې له ځانه سره ساتلی وو.

محمد چې د خپلې کورنۍ د امنيت په خاطر نه غواړي بشپړ نوم يې ذکر شي، اوس په تمه دی چې د امریکا حکومت يې غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړي تر څو يې ورور له کابله د تخليې په یوه پرواز کې امریکا ته انتقال شي.

Afghanistan I Evakuierung von Zivilisten der USA und ihrer Partner aus Kabul
متحده ایالات وايي چې لا هم له افغانستان څخه د افغانانو د راوښکلو په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه لريانځور: Sgt. Samuel Ruiz/U.S. Marine Corps/AP/picture alliance

د اوګۍ مومند په نوم يوه حقوقي وکيله چې د افغان مهاجرو له يوې پروژې سره مرستندویه ده وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي قواوو تر وتلو وروسته، د دوی په زرونو درخواستونه ناکام شوي دي. هغه وايي چې يوازې رد ځوابونه يې ترلاسه کړي دي.

کلونه کلونه انتظار او نه ګټونکې مبارزه

د چيارا ايس تي پيير، په نوم يوه وکيله وايي هغه فکر کوي چې د نيازۍ په څير خلک د «نه ګټلو وړ» مبارزې سره مخ دي. هغه وايي چې د نيازۍ نامزد ته د طالبانو له خوا استول شوي کتبي ګواښونه کافي نه دي.

د (USCIS) له خوا د رد شوو درخواستونو لیست په نوامبر میاشت کې خپور شوی، خو دغې ادارې نه ده مشخه کړې چې دغه درخواسته ولې رد شوي دي. دا هغه درخواستونه ول چې په اګست مياشت کې سپارل شوي ول.

حسینه نيازۍ وايي چې هغه اوس امريکا ته د خپل نامزد د راوستلو په خاطر پر نورو لارو چارو فکر کوي. هغه وايي يو امکان دا دی چې د امریکا تابعیت تر لاسه کولو پورې انتظار وکړي او تر هغه وروسته به خپل نامزد په ویزه امریکا ته وغواړي، چې دا کیدای شي کلونه کلونه په بر کې ونیسي.

خو هغه د خپل نامزد په اړه وايي: «هغه دومره اوږد انتظار نه شي کولی. دا به هره ورځ یوه معجزه وي چې هغه ژوندی وي.» حسینه نیازۍ ډېره ناهيلې ده، هغه وايي: «زه داسې فکر کوم چې د هغه پر مخ د امید ټولې دروازې تړل شوي دي.»

ا.پ./م.ک.ص./ن.ز.