1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د طالبانو له لوري خپره شوې ویدیو ارزوي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی چې د طالبانو هغه یوه ویدیو ارزوي چې یو کاناډایي او د هغه میرمن پکښې خبرداری ورکوي چې که د کابل حکومت د طالب بندیانو اعدامونه و نه دروي نو طالبان به دوی او ماشومان یې ووژني.

https://p.dw.com/p/1Jspe
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه ویدیو چې په مستقله توگه د دوی له لوري نه ده تائید شوي پکښې کاناډایي جوشوا بویل او امریکایي کایتلن کولمن، ښوول کیږي چې په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې تښتول شوي ول.

هغوی په دغه ویدیو کې پر امریکا متحدو یالا او کاناډا باندي غږ کوي چې پر افغان حکومت باندي فشار راوړي، څو د نیول شوو طالبانو د اعدامونو په هکله خپله پالیسي بدله کړي. کولمن خپلې کورنۍ ته ویلي دي چې د بند په موده کې یې دوه ماشومان زیږولي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي، په خپل ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه باید تاسو ته ووایم چې دغه ویدیو لا هم د خپل اعتبار له پاره ارزول کیږي. طبیعي خبره ده چې موږ د کایتلن او د هغې د کورنۍ د هوسایني په هکله انديښمن یو او د بشر دوستانه دلایلو له کبله د هغوی ژر آزادیدو غوښتنې ته ادامه ورکوو.»

دغه ویدیو چې د سه شنبې په ورځ په یوټیوب کې خپره شوې ده د «سایټ انټیلیجنس گروپ» نومې انټرنیټ پاڼې له لارې د خلکو د توجه وړ وگرځیده. دغه انټرنیټي پاڼه د تندلاري آنلاین فعالیتونه څاري.

د سه شنبې په ورځ د کاناډا د نړیوالو چارو ادارې ویاند ویلي دي چې حکومت یې د نوې ویدیو له خپریدو څخه خبر دی. هغه ویلي دي چې حکومت به یې داسې کومه تبصره او یا نور هیڅ ډول معلومات شریک نه کړي چې تر کاناډا دباندې د دغه هیواد د وگړو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کړي.

دغه ښځه او خاوند د ۲۰۱۲م کال په دوبي کې روسیې ته سفر کړی وو، چې له هغه ځایه بیا د مرکزي آسیا له هیوادونو قزاقستان، تاجکستان او قرغيزستان څخه افغانستان ته رسیدلي ول. د امریکایي میرمن مور او پلار جیم او لاین کولمن، له خپل زوم جوش سره د وروستي ځل له پاره د ۲۰۰۸م کال د اکتوبر په اتمه نېټه خبرې کړې وې چې له یوې انټرنیټ کفې څخه یې زنگ وهلی وو. جوش هغه مهال دغه سیمه د افغانستان د یوې نا امنې سیمې په توگه ښوولې وه.

په ۲۰۱۳م کال کې دغه ښځه او خاوند په یوه ویدیو کې راڅرگند شول چې د امریکا متحدو ایالاتو له حکومت څخه یې غوښتنه کړې وه چې دوی د طالبانو له قیده آزاد کړي.

د کایتلن کولمن، مور او پلار د تیر کال په نومبر میاشت کې یو لیک تر لاسه کړ چې پکښې لور یې ویلي ول چې په بند کې یې دوهم اولاد هم زیږیدلی دی. په خط کې راغلي وو «زه دعا کوم چې یو ځل بیا له تاسې واورم او واورم چې هلته ټول څنگه دي»

په جولای میاشت کې د بندۍ امریکايي میرمنې پلار له (Circa News) نومې انټرنیټي خبرپاڼۍ سره په مرکه کې د طالبانو له قوماندانو څخه غوښتي ول چې د «مهربانۍ او ترحم» له مخې هغوی آزاد کړي.