1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا جنرال: پر سعودي توغول شوي توغندي «ایرانۍ نښې لرلې»

۱۳۹۶ آبان ۲۰, شنبه

یو امریکايي جنرال ادعا کړې چې د یمن د حوثي یاغیانو لخوا پرعربستان باندې توغول شوي توغندي کې د ایران رول لیدل کیږي. د ایران او سعودي ترمنځ پراخیدونکې ترینګلتیا د سیمه ایزې جګړې د رامنځته کیدو ګواښ له ځانه سره لري.

https://p.dw.com/p/2nS1x
Yemen Raketenangriff auf den Flughafen Riad
انځور: Reuters/Houthi Military Media Unit

ډګرجنرال جیفري ال. هريګین څوک چې د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قوماندې مشري کوي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «هغه څه چې موږ د بالستیک توغندي د برید له پایلو څخه په ښکاره توګه لیدلي، دا دي چې په دې توغندیو باندې ایرانۍ نښې وې کومې چې څرګندې شوې دي.» نوموړی جنرال همدا راز زیاتوي: «زما له پاره د دې موضوع په هکله چې چا دغه توغندي او وړتیا [حوثي یاغیانو] ته ورکړې، ایران را مخې ته کوي.»

دغه څرګندونې د یمن پر سر د سیمه ایزو رقیبانو یعنې سعودي عربستان او ایران ترمنځ ترینګلتیا په داسې یو وخت کې لا پسې پراخوي چې په لبنان کې یو نوی کړکیچ د زږیدو په حال کې دی کوم چې د پراخې سیمه ایزې شخړې سبب ګرځیدلی شی. دغه څه په داسې یو وخت کې هم پیښیږي چې ایران او د امریکا متحده ایالات د سوریې په شرقي برخه کې هم رقابت لري او دا چې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې  مبارزه د را ټولیدو په حال کې ده، د منځني ختیځ په کچه د یوې نوې شخړې د رامنځ ته کیدو ګواښ هم رامنځ ته کوي.

په عین وخت کې د نومبر میاشتې په ۴ نیټه، د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته څیرمه د شاه خالد پر نړیوال هوايي ډګر باندې له یمن څخه د ولکانو-۱ (بورکان ۲-ایچ) ډوله د اوږده واټن د یوه بالستیک توغندي مخه ډپ کړه.

سعودي عربستان په روانه اونۍ کې همدا راز وویل چې ایران له حوثي یاغیانو سره مرسته کړې او د بالستیک توغندي توغول د ایراني رژیم د پوځي یرغل یوه بې شرمه پیښه وه او کیدای شي دغه عمل د جګړي د پیل د اعلان په توګه را پورته شي.

تر دې وروسته د [سعودي عربستان] د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل چې پلټونکو داسې شواهد موندلي چې د توغندیو په تولید کې د ایراني رژیم رول په اثبات رسوي خو په دې هکله یې شواهد او ثبتونه وړاندې کړل.

په عین وخت کې د روانې اونۍ په ترڅ کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم وویل چې دغه توغندي په «ښکاره توګه» ایراني وو.

د لا ډیرو توغندیو د توغولو ګواښ

د ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه وخت چې د [سعودي عربستان] د شاهي نظام لخوا د پوځي ائتلاف د مداخلي مشري په غاړه واخیسته، د [یمن] حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان باندې له ۷۰ څخه ډیر بالستیک توغندي توغولي دي. خو د توغندیو د توغولو دغه وروستی پیښه په خپل ډول کې لومړنۍ وه چې پکې حوثي یاغیانو ریاض په نښه کړی کوم چې د یمن شمالي پولې ته څیرمه په شاوخوا ۱۰۰۰ کیلیومترۍ کې پروت دی. د یاد توغندي له امله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې او یا هم زیان په هکله کوم رپوټ لا نه دی ورکړل شوی.

په حوثي یاغیانو پورې تړلې رسنیو بیا ادعا کړې د سعودي عربستان او د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ګډې پارونې او د یمن د خلکو پروړاندې د جرمونو په ځواب کې یې د منځني واټن یو بالستیک توغندی توغولی دی. په دغو څرګندونو کې د امریکا له لوري د [سعودي] د هوايي ځواکونو له پاره د تیلو د ورکړې د ملاتړ او همدا راز د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ته د وسلو د ورکړې ته اشاره شوې ده.

بل لوري ته د چارو شنونکي وايي چې په داسې حال کې چې حوثي یاغیان څوک چې د هوايي بریدونو د ځواب په لټه کې دي، د نومبر میاشتې د څلورمې نیټې د [توغندیو د توغولو پیښه] ممکن د خلیج د هیوادونو له ګڼه ګوڼې په ډکو سیمو باندې کوم چې د سعودي په مشرۍ په پوځي ائتلاف کې ښکیل دي، د لا ډیرو اوږد واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو د توغولو خبرداری وي.

ایران پر حوثي یاغیانو څومره اغیز لري؟

سعودي عربستان په وار وار ایران د شعیه مذهبه حوثي یاغیانو او د دوی د متحدینو په تجهیز باندې تورن کړی دی. ایران بیا وايي چې دوی له حوثيانو سره له سیاسي اړخه او په داخلي توګه ملاتړ کوي او دوی ته دوسلو د ورکړې موضوع ردوي.

د کړکیچ په نړیواله ډله کې د ایران د چارو کارپوه علي واعظ په یوه څیړنیزه مقاله کې لیکلي چې په داسې حال کې چې د یمن په موضوع کې پر سعودي عربستان باندې د بریدونو له امله ایران ډیره کمه ګټه ترلاسه کوي. دغه لیکوال زیاتوي چې دا لا واضح نه ده چې آیا ایران غواړي چې پر حوثي یاغیانو داسې یو اغیز ولري چې وکولای شي داسې بریدونه طرح یا یې مخه ونیسي.

نوموړي د حوثیانو له لوري د ایران د ځینو لارښوونو د رد کولو پیښې ته په اشاره خبرداری ورکړی چې په پای کې ښايي ایران د متحدینو د ډلې د هغو کارونو قیمت پرې کړي چې دوی یعنې ایران ورباندې واک او کنترول نه لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):