امريکايي چارواکي: د طالبانو مشر منصور مو وژلی
۱۳۹۵ خرداد ۲, یکشنبهاعلان
د متحده آيالاتو يوه استازي په واشنګټن کې وويل چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې د شوي هوايي بريد امر ولسمشر بارک اوباما خپله ورکړی دی. ويل کيږي چې د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور، له يوه بل سړي سره يو ځای په موټر کې روان وو چې هوايي بريد ورباندې وشو. دوهم کس هم د راپورونو له مخې وژل شوی دی. پنټاګون د دغه برید پخلی کړی دی، خو دا يې هم ويلي دي چې د بريد «پايله» لا «ارزول» کيږي.
ناندريز مشر
منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۱مه د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر ځاي ناستی ټاکل شوی وو. خو په پټه به ښايي ده لا پخوا د طالبانو مشري کړې وي، ځکه چې د تېر کال په دوبي کې څرګنده شوه چې عمر د هغه د مرګ تر اعلانېدو دوه کاله مخکې مړ شوی وو.
د جګړې زياتېدل
منصور په پسرلي کې د سولې څلور اړخيزه تګلاره رد کړې وه چې افغانستان، پاکستان، چين او د امريکا متحده آيالات پکې ګډون لري. مصور له خپلو جنګياليو څخه غوښتي وو چې د غرونو په لور دې شاتګ وکړي. ورپسې يې پسرلني عمليات پيل کړل چې هېواد يې بې ثباته کړی دی. په افغانستان کې څه باندې يو ميليون خلک له خپلو اصلي سيمو څخه تښتېدلي دي. د تېر کال له پیل راهيسې تقريبا ۲۵۰ زره افغانانو خپل هېواد پرې ايښی دی.
د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي دا خبر تائيد کړی چي پر ملا محمد منصور باندي حمله سوې ده. په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي حکومت د بريد د جزياتو پر پلټنې بوخت دی او دا چي پايلي به يې ډېر ژر د ولس سره شريک کړي.

اعلان