1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي قوماندان په افغانستان کي له مسلمانانو بخښه غوښتې

۱۳۹۶ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د امريکا يوه لوړپوړي قوماندان په پروان ولايت کې د غورځول شويو تبليغاتي پاڼو له کبله بخښنه غوښتې ده. په دغو پاڼو کې ديني حساسيت پارونکي محتويات شامل ول.

https://p.dw.com/p/2jPPx
Afghanistan US Soldaten Patrouille nahe Kandahar Flugplatz
انځور: Getty Images/AFP/Smialowski

د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد ويلي دي چې دغه پاڼې د دوشنبې په شپه غورځولي شوې وې چې پکښې د افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ بلنه ورکړل شوه وه. خو د نوموړي په حواله پر دغو پاڼو د يوه سپي رسم وو چې پر هغه باندي بيا د طالبانو بيرغ چي کلمه طيبه لري پر رسم شوی دی.

تورن جنرل جيمز لندر د بخښنې د غوښتولو پر وخت وويل چې په دغو پاڼې کې په غلطۍ سره هغه انځور شامل وو چې د مسلمانانو له پاره ځورونکی دی. د نوموړي له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي: «زه په صاداقه توګه بخښنه غواړم. موږ د اسلام مقدساتو ته او خپلو مسلمانو ملګرو ته د نړۍ په ګوډ ګوډ کې درناوی لرو.»

ده زياته کړه: «زه به همدا رنګه لازم بدلونونه راولم او موږ به خپلو کړنلارو ته بيا کتنه وکړو. د ائتلافي ځواکونو د تبليغاتي او مطبوعاتي برخې هغه کسان چې دا تيروتنه یې کړې ده، هغه محاکمه او مجازات شي.»

دا پيښه د هغو ستونزو يوه بيلګه ده چې نړيوال ځواکونه چې زیاتره عسکر یې مسلمانان نه دي، ورسره په افغانستان کې مخامخ کيږي، سربيره پر دې چې لويديځ په عمومي توګه د دا ډول تیروتنو د مخنيوي له پاره ډير زيار باسي.

په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې پرمهال امريکا متحدو ايالاتو تل هڅه کړې چې عادي افغانان دې ته اماده کړي چې د طالبانو پر ضد د دوی ملاتړ وکړي.

په ۲۰۱۲ م کال کې امريکايي قوماندان له هغه وروسته بخښنې غوښتولو ته مجبور شول چې د کابل په بګرام پوځي اډه کې په تیروتنه کې د قرآن شريف او نورو مذهبي نخسو نقلونه سوځول شوي ول. له دغه پيښو وروسته په کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې سختې مظاهرې وشوې چې څو انسانان هم پکښې ووژل شول.

په افغانستان کې په اصطلاح معلوماتي عملیات چې د حکومت او ائتلافي ځواکونو له خوا په ګډه پيليږي، له اوږدې مودې راهيسې په دې موخه ترسره کيږي چې عادي افغانان د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ځای د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.