1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي جنګي الوتکو پر سويلي کوريا الوتنې وکړې

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ بم اچوونکو جنګي الوتکو د سويلي کوريا پر هوايي قلمرو پروازونه وکړل. دا اقدام د شمالي کوريا له خوا د نوي اټومي ازموينې څخه څو ورځي وروسته ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/1K18R
Südkorea US Kampfflugzeuge über Osan Air Base
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Jin-man

د هغه څخه څو ورځي وروسته چي شمالي کوريا يوه نوې اټومي ازموينه وکړه، د امريکا متحده ايالاتو پوځ د سويلي کوريا سره خپل ملاتړ بيا نندارې ته وړاندي کړ. دا په داسي توګه چي د امريکايي پوځ اوږد واټنه بمبار جنګي الوتکو د سويلي کوريا په فضا کي الوتنې وکړې او هغه هم په ډېره ټيټه ارتفاع کي.

د امريکايي بمبار الوتکو دغه الوتنې په سويلي کوريا کي د مستقرو ۲۸۵۰۰ امريکايي عسکرو د قومندان جنرال وينسېنټ بروکس تر نظارت لاندي تر سره سوې. نوموړي جنرال وويل: «ننۍ ننداره د يو شمېر نورو نظامي امکاناتو څخه صرف يوه بېلګه وه.» په دې توګه سره دغه جنرال د نورو نظامي اقدماتو پر لور اشاره وکړه.

د امريکايي پوځ جنګي الوتکو په سويلي کوريا کي پر اوسان نظامي مقر الوتنې وکړې. دغه مقر د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ د غېر نظامي سوي حايلي سيمي څخه په ۷۷ کلومترۍ کي واقع دی.

پنځمه اټومي ازموينه

امريکايي جنګي الوتکو په داسي حال کي دغه پروازونه وکړل چي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۹مه نېټه) شمالي کوريا خپله پنځمه اټومي ازموينه تر سره کړه. د ګاونډي هيواد سويلي کوريا په حواله د شمالي کوريا له خوا يوه بله اټومي ازموينه هر وخت ممکنه ده او ورته توقع کېدلای سي. د سويلي کوريا د دفاعي چارو د وزارت په وينا ورته داسي معلومات رسېدلي چي د راتلونکي اټومي ازمويني له پاره د شمالي کوريا رژيم په شمال ختيځ ساحل کي له يو تونل څخه کار اخيستلای سي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا وروستۍ اټومي ازموينه د برقرارو بنديزونو څخه «بې شرمانه سرغړونه» بللې وه او د نوو بنديزونو د لګولو هوډ يې څرګند کړی ؤ. خو په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالات او بريتانيه د نوو بنديزونو غوښتونکي دي، چين او روسيه داسي اشارې ورکړي چي په دې تړاو به ډېر ژر کوم توافق رامنځ ته نه سي.

چين او روسيه

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي يوازي بنديزونه او يو اړخيزه اقدامات نه دا چي يو حل نه دی بلکه موضوع يوې داسي کوڅې ته رهنمايي کوی چي بنده وي. دغه چينايي وزارت زياته کړې چي چين هميشه د کوريا په نيمه ټاپو کي د سولي له پاره هلي ځلي کړي خو د امريکا متحده ايالات لانجې جوړوي.

له بل اړخه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا بل دايمي غړی او د وېټو حق لرونکی هيواد روسيه هم د شمالي کوريا پر ضد د نورو بنديزونو مخالفت کوي. ماسکو ويلي چي د شمالي کوريا له لوري د اټومي ازمويني په وړاندي يوې باابتکاره جواب ته اړتيا سته.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.07.2013):