1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا کي ۱۵۲ افغان پوځي زدکونکي تښتېدلي دي

۱۳۹۶ مهر ۲۹, شنبه

متحده آيالاتو ته د پوځي روزنې له پاره استول شوي لږ تر لږه ۱۵۲ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي نه دي. دغه ستونزه پروسږ کاله ډېره وه، خو امريکايي څارونکو د جمعې په ورځ وويل چې دا ستونزه ښايي ډېر ژر حل نه شي.

https://p.dw.com/p/2mHZO
Afghanistan US Soldaten mit afghanischen Soldaten Archiv 2009 Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/Marcel Mettelsiefen

هغه افغانان چې د پوځي زدکړو له پاره د امريکا متحده آيالاتو ته ځي او پرته له اجازې ځانونه پټوي او هلته پاته کيږي، په امريکا کې امنيتي ګواښ بلل کيږي. دا ځکه چې هغوی پوځي روزنه ليدلې ده او د جګړې له پاره په وړ عمر کې قرار لري.

د هغوی له جملې څخه يوازې څو تنه نيول شوي يا زندان ته لوېدلي دي. دغه خبره د افغانستان د بيا رغونې د ځانګړې څارونکې ادارې يا سيګار په يوه رپوټ کې راغلې ده. د افغان پوځي زده کوونکو په ليکو کې په بهر کې د تېښتې لوړې شمېرې د رپوټ له مخې د افغان پوځ او پوليسو د واحدونو په منځ کې جګړې ته د چمتووالي او روحيې کچه هم ننګولې ده.

د تېښتې دغسې پېښې په تېره بيا د ۲۰۱۵ م کال راهيسې ډېرې شوې دي. د افغان پوځي زدکوونکو په منځ کې د تېښتې کچه د نورو هېوادونو د زده کوونکو په پرتله ډېره جګه ده. د رپوټ په حواله له ۲۰۰۵ کال راپه دې خوا له ۲۵۳۷ افغان پوځي زده کوونکو څخه چې متحده آيالاتو ته تللي دي، ۱۵۲ تنه يعنې شپږ سلنه تښتېدلي دي.

له نورو هېوادونو څخه د ورغلو پوځي زده کوونکو د تېښتې کچه بيا يوازې يوې سلنې ته رسيږي. تقريبا ټول هغه افغان پوځي زده کوونکي چې تښتېدلي دي، صاحب منصبان يا افسران ول. اکثريت يې د بريدمن او تورن رتبې درلودې. په رپوټ کې راغلي دي چې د دغې ډلې له خوا د تريننګ يا پوځي روزنې له ځايونو څخه تېښته «د ځانګړې اندېښنې وړ» بلل کيږي، ځکه چې صاحب منصبان د افغانستان د ملي اردو په تشکيلاتو او د چمتووالي په نيولو کې ستر رول لوبوي. دغه افغانان په ټوله امريکا کې له روزنځايونو څخه تښتېدلي دي، لکه د تکساس د لاکلنډ له هوايي اډې څخه چېرته چې هغوی انګليسي ژبه زده کوله.

د افغان پوځي زدکوونکو لټون ستونزمن دی

په رپوټ کې هغو بوروکراتيکو خنډونو ته هم اشاره شوې ده چې د دغسې افغانانو د لټون او تعقيب په برخه کې موجود دي. مثلا دا چې افغان پوځي زده کوونکي د خپل شاليد او ژوندليک په هکله يوازې لږ معلومات په اختيار کې ورکوي. د متحده آيالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې بايد د يوه ورک شوي افغان زده کوونکي د لټون له پاره لومړی د دفاع او بهرنيو چارو له وزارتونو سره تماس ونيسي څو د هغوی له خوا د دغسې يوه افغان تبعه د رسمي اقامت اجازه بېرته لغوه اعلان شي.

له دې کبله پلټنې ډېر وخت نيسي، په داسې حال کې چې د رپوټ په حواله وخت په دغسې قضيو کې ‌ډېر مهم او حياتي ارزښت لري. د افغانستان له پاره د بيا رغونې د ځانګړې ادارې يا سيګار له خوا د خپاره شوي رپوټ په حواله اکثرا تريننګ او د افغان سرتېرو پوځي روزنه په افغانستان کې تر سره کيږي، خو ځينې افغانان متحده آيالاتو ته لېږل کيږي څو هغسې تريننګ او روزنه وويني چې په خپل وطن کې يې نه شي ليدلی.

د افغان پوځيانو تېښته فقط يوه ستونزه ده چې امريکايان ورسره د افغان پوځ د دفاعي وړتيا په لوړولو کې مخامخ دي. د روان کال تر جولای مياشتې پورې متحده آيالاتو د افغان ملي اردو، هوايي ځواک، کوماندويي او نورو امنيتي ځواکونو د روزنې او تجهيز له پاره ۶۸ ميليارډه امريکايي ډالر لګولي ول. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.09.2016):