امريکا پر فلسطين مرسته کموي
۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبهد امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت په منځني ختيځ کې له فلسطيني مهاجرو سره د ملگرو ملتونو د مرستې آژانس (UNRWA) ته ۶۵ ميليون ډالرو ورکړه ځنډولې ده. دا د هغو پيسو تر نيمايي زياتي دي چې د پلان له مخې بايد د ملگرو ملتونو د مهاجرو ادارې ته په ۲۰۱۸م کال کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې له پاره ورکړل شوي وای.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستي له اداره سره د يوه ليک له لاري خپله دغه پريکړ شريکه کړې ده. دا ۶۵ ميليونه ډالر د روان کال له پاره د امريکا د مرستو لومړۍ برخه وه. په ټولیزه توگه دغه مرسته ۱۲۵ ميليون ډالرو ته رسيږي. د بهرنيو چارو د وزارت په حواله به باقي پاته ۶۰ ميليون ډالرو ورکړل شي.
«دا کومه جزا نه ده»
د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نويرت، په واشنگټن کې وويل چې دغه مرسته د تل له پاره له منځه نه ده وړل شوې. خو په دې اړه دقيقې ارزونې بايد وشي چې دغه مالي مرسته د کومو موخو له پاره کارول کيږي. سربيره پر دې نور هيوادونه هم بايد په د دې مرستو کې ډيره برخه پر غاړه واخلي. نوموړي وويل چې دلته هم بايد د ناټو د غړو هيوادونو په څير د بار عادلانه ویش موجود وي. دې زياته کړه چې امريکا دا گام د جزا د ورکړي په موخه نه دی اخيستی.
خو د فلسطنيانو استازو دا پريکړه په کلکه وغندله. د PLO يا د فلسطين د آزادۍ تنظيم سياستوالې حنان اشروي وويل چې امريکا متحد ايالات په دې گام سره له فلسطيني مهاجرو څخه د هغوی د زده کړې، ساتني او روغتيا حق اخلي. همدا راز د دغه سازمان مشر واصل ابو يوسف رويترز خبري آژانس ته وويل چې دا پريکړه تائیدوي چې امريکا د فلسطنيانو حقونه له منځه وړل غواړي.
امريکا متحدو ايالات په منځني ختيځ کې د فلسطيني مهاجرو د مرستې آژانس (UNRWA) ته تر ټولو زياته بسپنه ورکوي. ولسمشر دونالد ترمپ دوې اوونۍ دمخه گواښ کړی وو چې که چيري فلسطنيان له اسرائيلو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو نه شي نو مرستې به پرې بندې کړي.
د مرستې د آژانس په حواله امريکا په ۲۰۱۶م کال کې د ټولې (۱،۲ ميليارد ډالرو) مرستو څخه په ټولیزه توگه کابو ۳۶۸ میليون ډالر ورکړي ول. د UNRWA په وينا دوی پر نورو سربيره په اردن، لبنان او په فلسطيني سيمو کې له کابو ۵ ميليونه فلسطيني مهاجرو سره مرسته کوي.
Qu/jj(rtr,dpa,APE)(B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: