د سعودي عربستان وليعهد بن سلمان له ترمپ سره وليدل
۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبهترمپ په سپينه ماڼۍ کې د خپل دفتر په خونه کې په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان ترڅنگ ناست وو، وويل: «موږ په لږه موده کې ډير ښه دوستان شو.»
ترمپ په دې ترڅ کې د گرافيک له لارې د امريکا متحدو ايالاتو له خوا پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅلاو او د هغو کار ځایونو په اړه معلومات ورکړل چې د دې تحارت له کبله ډاډمن شوي دي.
ترمپ وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي په دې وروستيو کې نورې هم ښې شوي دي. دا په امريکا متحده ایالاتو کې د ډيرې پانگونې او په دې هیواد کې د خلکو له پاره د کار د ځايونو په معنا ده.
امريکا ته تجارتي سفر
د سعودي عربستان وليعهد اوسمهال په امريکا کې پر يوه تبليغاتي سفر بوخت دی چې په نيويارک، بوستن، سياتل، لاس انجلس، سان فرانسسکو او هوستن کې ليدنې کتنې وکړي. ۳۲ کلن شازاده سلمان په خپل هيواد کې د يو لړ اصلاحاتو په لار د اچولو له کبله په لويديځ کې ډير وستايل شو. دی غواړي چې پر تيلو باندې د سعودي عربستان د اقتصاد اتکا کمه کړي، د فساد او اختلاس سره مبارزه وکړي او ځينې محافظه کاره اسلامي مقررات له منځه يوسي.
ولسمشر ترمپ او بن سلمان په خليج سيمه کې د ايران د نفوذ د کمولو له پاره په شريکه سره هلې ځلې کوي. سعودي عربستان يو څو ورځې تر مخه وويل چې د ايران سره د اتومي وسلو نړيوال تړون ناسم دی او ډيرې سهوې لري. ترمپ هم دا خبره په ښکاره کوي چې که د ده په خوښه وي نو دا تړون به سملاسي له منځه يوسي. دی په دې توافقنامه کې د بدلون غوښتنه کوي او کيدای شي په راتلونکې مياشت کې یې کانگرس ته د رپوټ په ترڅ کې تر پوښتنې لاندې راولي.
د يمن لانجه
شازاده بن سلمان به د کانگرس له استازو سره هم وگوري. هلته ښايي دی په يمن کې د جگړې له کبله د نيوکو سره مخامخ شي. د خليج په دغه هيواد کې د سعودي عربستان په مشرتوب يو پوځي ائتلاف د شيعه حوثي ياغيانو پر ضد چې ویل کیږي د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، جنگيږي. خو حوثي ياغيان دا خبره ردوي او خپلې جگړې ته «د يمن د فاسد» رژيم پر ضد د انقلاب نوم ورکوي.
خو دې جگړې د يمن ولس له يوه سخت ناوړه وضعيت سره مخامخ کړی دی. خلک د لوږې او ناروغیو څخه کړیږي او په میليونو کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
rk/uh (dpa, rtr (B.S/S.M))