1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ـ د برلينګټن شکمن بريدګر نيول سوی

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د امريکا په واشنګټن ايالت کي پر يو بازار د وسله وال بريد شکمن مسؤل کس نيول سوی دی. د بريدګر د بريد لاملونه لا نه دي معلوم.

https://p.dw.com/p/2QZC7
USA Schießerei in Burlington
انځور: picture-alliance/dpa/Washington State Patrol

د امريکا د متحده ايالتونو د واشنګټن ايالت په برلينګټن ښار کي پر یو سرپټي بازار د وسله وال بريد وروسته اوس يو تورن کس نيول سوی دی. په دې ترڅ کي د پوليسو يو وياند د ټويټر پر پاڼه يوه اعلاميه خپره کړېده. په دغه اعلاميه کي راغلي چي شکمن بريدګر يې نيولی دی.

دغه بريد د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۳مه نېټه) ناوخته په يو داسي سرپټي بازار کي سوی ؤ چي پکښي د ځايي رسنيو په وينا خورا ګڼه ګوڼه وي. ويل سوي ول چي د بريد پر وخت هم په دغه بازار کي ګڼ شمېر انسانان موجود ول. په دغه وسله وال بريد کي ۵ انسانان وژل سوي ول.

د نيول سوي شکمن کس په هکله ويل سوي چي عمر يې ۲۰ کاله دی. خو دا چي دغه کس به ولي دغه وسله وال بريد کړی وي، په هکله يې لا تر اوسه معلومات نسته.

د جمعې په ماخستن د برلينګټن ښار په کاسکاد مال نومي بازار کي يو ځوان سړي وسله را وايسته او پر خلکو يې ډزې پېل کړې. په دې ترڅ کي يو سړی، يوه شپاړس کلنه انجلۍ او درې ښځي په ډزو ووژل سول.

بريدګر د وسله وال بريد څخه وروسته په تېښته کي بريالی سو. د عيني شاهدانو په وينا بريدګر د بريد وروسته په پښو د موټرو د لوی سړک پر لور وښتېد. د برلينګټن ښار د سيېټل ښار څخه په تقريبا ۱۱۰ کلومتر فاصله کي په شمال کي پروت دی.

د بريد وروسته پوليسو د يوې امنيتي ويډيو کېمرې له خوا اخيستل سوی د شکمن بريدګر انځور خپور کړی ؤ او له خلکو يې د هغه په تړاو د معلوماتو ورکولو هيله کړې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.09.2015):